د زرغون ګوند مشره پنسلوانیا کې د رایو له بیاشمېرل کېدو تېره شوه

ویسکانسن ایالت کې د رایو بیا شمېرنه روانه ده د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویسکانسن ایالت کې د رایو بیا شمېرنه روانه ده

د امریکا د زرغون ګوند مشرې جیل سټاین ویلي؛ د محکمې لخوا د لوړ لګښت ټاکلو له امله پنسلوانیا ایالت کې د رایو بیا شمېرل کېدو له غوښتنې تېره شوې ده.

مېرمن سټاین ویلي؛ نشي کولی د محکمې لخوا د رایو بیا شمېرنې لپاره ټاکل شوي یو میلیون ډالر برابر کړي.

د امریکا زرغون ګوند مشره جیل سټاین چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې نومانده وه، په ویسکانسن، مشیګان او پنسلوانیا ایالتونو کې د رایو بیا شمېرنې په ملاتړ کمپاین پراخېدو سره د رسنیو د پام وړ وګرځېده او ویې شوای کولی په مشیګان او ویسکانسن کې د نومبر ۸مې ټاکنو د رایو بیا شمېرنې ته په رسمي ډول غوښتنلیک ورکړي.

هغې د شنبې په ورځ (دسمبر ۳مه) په یوه ټوییت کې ولیکل: "د رایو بیا شمېرنې لګښت ډېر لوړ دی ځکه چې پخوانیو مشرانو نه دي غوښتی د ۲۱مې پېړۍ سېسټم رامنځته کولو همت وکړي."

+ ویسکانسن کې د ولسمشریزو ټاکنو د رایو بیاشميرنې غوښتنه

+ د کلنټن کمپاین دفتر: ویسکانسن کې د رایو بیاشمېرنې ملاتړ کوو

مېرمن سټاین ویلي؛ په پنسلوانیا کې د رایو له بیا شمېرنې د تېرېدو خبره به په نیویارک کې د ټرمپ ټاور مخې ته له ټولو خلکو سره شریکه کړي.

مېرمن سټاین وایي؛ د هغې هدف د رای اچونې د سېسټم له سموالي ډاډ ترلاسه کول دي. ځینو کمپیوټرپوهانو د رایې ورکونې د ماشینونو هک کېدو د احتمال خبره کړې که څه هم دا احتمال ډېر کم بولي.

د انځور حقوق Twitter
Image caption جیل سټاین د دسمبر په ۳مه په یوه ټوییت کې ولیکل: "د رایو بیا شمېرنې لګښت ډېر لوړ دی ځکه چې پخوانیو مشرانو نه دي غوښتی د ۲۱مې پېړۍ سېسټم رامنځته کولو همت وکړي."

ورته وخت کې د ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلویانو هڅه کړې په دغو درېیو ایالتونو کې چې ټرمپ پر خپلې سیالې هېلیري کلنټن په ډېر کم توپیر بریالی شوی، د رایو بیاشمېرنې مخه ونیسي.

مېرمن سټاین ویلي؛ "د رایو بیاشمېرنې غوښتنو کمولو لپاره د ټرمپ عاجزانه هڅې یوه ساده پوښتنه مخې ته کوي: ولې هغه له دې بیاشمېرنې ډارېږي؟"

بلخوا هغې ویلي؛ لرې ده چې د رایو بیاشمېرنه دې پایلې بدلې کړي. ډونلډ ټرمپ د الکټورل کالج (ټاکنیزې رایې) په سېسټم کې ټاکنې وګټلې، خو له هېلیري کلنټن نه نژدې دوه نیم میلیون کمې رایې لري.

د جمعې په ورځ د مشیګان ایالت لوی څارنوال بیل شویت چې جمهوریپال دی د رایو بیا شمېرنې د درولو په موخه یې په محکمه کې یو شکایت ثبت کړ.

هغه وویل؛ دا کار کولی شي پر مالیه ورکوونکو ؛میلیونونه" ډالر لګښت راولي، خو مېرمن سټاین بیا دا کار د ډیموکراسۍ کمزورې کولو لپاره ؛شرمونکې" هڅه وبلله.

ښاغلي ټرمپ یوه ورځ وړاندې د مشیګان د ټولو ۴،۸ میلیونه رایو بیاشمېرنې د درولو لپاره ددغه ایالت په ټاکنیزې شورا کې شکایت ثبت کړی و.

هغه په دغه ایالت کې د نژدې ۱۱ زره رایو په توپیر ګټونکی اعلان شوی دی.

د ښاغلي ټرمپ وکیلانو استدلال وکړ چې مېرمن سټاین نشي کولی په مشیګان کې د رایو د بیا شمېرنې غوښتنه وکړي، ځکه چې دلته یې یوه سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

په ویسکانسن کې هم څو ډلو د رایو د بیاشمېرنې درولو لپاره فدرال محکمې ته شکایت کړی و چې اوس محکمې د هغوی پرضد فیصله کړې خو سره له دې هم قاضي دا شکایت په بشپړه توګه لرې کړی نه دی.

د امریکا فدرال قوانینو کې راغلي چې ایالتونه د ډسمبر تر ۱۳مې ددغه ډول اختلافونو حل کولو لپاره وخت لري.