۱۰۰ ښځې ۲۰۱۶: دې لړۍ کې څه دي؟

د ۱۰۰ ښځو لړۍ
Image caption د ډیسمبر په ۸مه موږ ستاسې په مټ په ویکیپېډیا کې د وتلو ښځو ژوند لیکونه لیکو. په ۷مه نیټه تاسې ته بشپړه روزنه درکول کېږي

د "۱۰۰ ښځې" لړۍ یوځل بیا! د راتلونکو څو اونیو لپاره به موږ تاسو ته د ښځو د لاسته راوړنو کیسې راواخلو، او دا چې له ګواښونو ډکو شېبو کې یې څه ډول معامله کړې چې د حل لپاره یې له ابتکاره ګټه اخیستې ده.

په نړۍ کې به د موسیقۍ، سپورت او سیاست په برخو کې له مشهورو مشرانو سره خبرې وکړو، همداشان، له داسې ښځو سره به وغږېږو، چې هېڅکله مو یې په اړه نه دي اورېدلي، چې هره یوه یې د ویلو لپاره عجیبې کیسې لري.

۱۰۰ ښځې یعنې څه؟

بي بي سي هر کال په نړۍ کې ۱۰۰ نفوذ لرونکو او الهام بښونکو ښځو ته " ۱۰۰ ښځې" نوم ورکړی. موږ په ټوله نړۍ کې د ښځو کیسو ته د یوه نظر کتلو په توګه د دوی په اړه مستند فلمونه، فیچرونه او مرکې جوړوو.

موږ ولې دا کار کوو؟

۱۰۰ داسې ښځې شته چې د بي بي سي خبري فیچرونو خپرېدو او اورېدو لپاره د ښځو ونډه ډېروي.

موږ لاهم پوښتو چې:

  • په یوویشتمه پېړۍ کې په هغه سیمه کې د ښځو اقتصادي لاسته راوړنې کومې دي، چې تاسو په کې اوسېږئ؟
  • ایا ښځې باید په سیاست او سوداګرۍ کې له پخوا نه ستر رول ولوبوي؟
  • تاسې د ښځو پروړاندې کوم څه تر ټولو لوی ګواښ ګڼئ؟ د لویو فرصتونو په اړه څه فکر کوئ؟
  • او - طبعاً - د رسنیو په اړه په کوم اند یاست؟ ایا موږ د ښځو ناسم استازیتوب کوو؟ ایا موږ د دوی کیسې په سمه توګه وایو؟

موږ له تاسو غواړو چې له خپلو تبصرو، اندونه او نظرونو سره له موږ سره یو شئ. موږ پر فېسبوک, انسټاګرام, او یوټیوب موندلای شئ.

د خپلو خوښو کړو تبصرو او او کیسو په خپرولو سره #۱۰۰ښځې او #100women هشټګونه وکاروئ.

Image caption د بي بي سي ۱۰۰ښځې لړۍ کې دوه افغانې ښځې هم شته چې د خپل ژوند او لاسته راوړنو کیسه یې را ته کړې

د ۱۰۰ښځې لړۍ دا څلورم کال دی، دا لړۍ تر نورو هغو لویه ده. دلته ځینې داسې شیان دي، چې موږ یې باید په اړه پام وکړو:

الیشیا کیز

دغه سندرغاړې، سندرې لیکونکې او چمتو کوونکې په امریکا کې د سیالۍ په اړه له موږ سره غږېږي، د اوباما له واکمنۍ وروسته او د ټرمپ له واک مخکې امریکا کې د ښځو د حقونو غوښتنو، ارایش، شهرت، بغاوت او بچیانو روزولو په اړه راسره غږېږي.

افغانې مېرمنې

د بي بي سي ۱۰۰ښځې لړۍ کې دوه افغانې ښځې هم شته چې د خپل ژوند او لاسته راوړنو کیسه یې را ته کړې. د دې تر څنګه په لارو او کوڅو د دوی د ځورونې او مخنیوي په اړه مطالب هم درته لرو.

د بي بي سي نړیواله څانګه

د بي بي سي ۱۰۰ ښځې لومړي نندارتون کوربه به د مکسیکو سیټي په زړه کې وي، په دې پروګرام کې به موسیقي، هنر، نڅا او بحث وي. د مکسیکو ننداره کې د ۱۰۰ ښځو لپاره د بي بي سي لومړنۍ تولید شوې ازمایښتي مجازي تجربه وړاندې کېږي. د ژغورل شویو ښځو د ګواهیو پربنسټ، دغه مستند تاسو ته دا وړتیا درکوي چې د هغې ښځې کیسې ته 'ژوند' ورکړئ، چې د کارتلیانو له خوا قاچاق شوې او ایله یې ځان ترې ژغورلی دی.

د انځور حقوق JONATHAN BACHMAN
Image caption پر رادیو، تلویزیون او انلاین به درته د بحثونو ضمینه برابره کړو او په دې به سره خبرې وکړو چې ایا د ښځو د حقونو خوښت کې ټولې ښځې ګډون کوي؟

په جولای کې، یوه ځوانه ښځه په یوه اوږده کمیس کې پولیسو تر لاس نیولې چې د ګڼو وسله والو پولیسو مخې ته ولاړه ده. دا عکس د عایشه ایوانز دی. هغې له موږ سره د لاریون او اعتراض په اړه خبرې وکړې. عایشه زموږ د هغو پنځو ښځو د لړۍ یوه برخه ده، چې په نړۍ کې ځانته هیلې لري او له محدودیتونو سره مخالفت کوي.

پر رادیو، تلویزیون او انلاین به درته د بحثونو ضمینه برابره کړو او په دې به سره خبرې وکړو چې ایا د ښځو د حقونو خوښت کې ټولې ښځې ګډون کوي؟ ایا د فمینیزم خوځښت مخ، توکم او جنسي تمایل ته په بې پامۍ سره، د ښځو په ښکېلتیا کې بریالی تمام شوی؟

موږ خپل دا لړۍ په دې پوښتنه پای ته رسوو چې ایا انټرنېټ کې تر ټولو ډېر جنستي توپیر شته او څنګه پر انټرنیټ د ښځو شمېر زیاتولی شو؟

ویکیپېډیا په نړۍ کې اوومه ډېر مشهوره وېبپاڼه ده، خو د ویکیپېډیا یوازې ۱۵ سلنه ایډېټران ښځې دي او تر ۱۵ سلنې کم پام وړ ښځینه ژوندلیکونه لري.

Image caption په ۸م د ډیسمبر په دې لړۍ کې زموږ سره برخه واخلئ

موږ له ویکیپېډیا سره یوځای کېږو، چې ۱۲ ساعته ایډېیټ یې نورې ښځې ایډیټ ته وهڅوي او د ښځو په تړاو مقالې او ژوندلیکونه ډېر کړي.

د ډسمبر پر ۸مه، موږ له تاسو غواړو چې له موږ سره اوسئ- زموږ پاڼه وګورئ، او دا زده کړئ چې څرنګه ایډيټ وکړئ او له #۱۰۰ښځې ـ ویکي یا #100womenwiki هشټګ سره یوځای شئ.