په چین کې د ټیټانیک په څېر بېړۍ جوړېږي

د انځور حقوق .
Image caption اصل ټیټانیک هارلنېډ او وولف کمپنۍ د ایرلېنډ په بیلفاسټ ښار کې جوړ کړې وه.

په چین کې د ټیټانیک بېړۍ د جوړولو چارې د راتلونکې سې شنبې په ورځ پیلېږی.

دا بېړۍ به کټه مټه ټیټانیک ته ورته وي او په دې سره به دسیلګرانو پام ور واوړي.

* د بېړۍ ډوبېدو لامل سپوږمۍ وه

* کنګلونو کې نښتې بحري بېړۍ

۲۶۹ متره اوږده ټیټانیک د چین د شیچوان ولایت په یوه کلیواله سیمه کې جوړېږي او په اوبو کې به ولاړه وي.

ویل کېږي چې اصل ټیټانیک هارلنېډ او وولف کمپنۍ د ایرلېنډ په بیلفاسټ ښار کې جوړ کړې وه.

دغه بېړۍ په ارام سمندر ګې د لومړني سفر په مهال ډوبه شوه او له ۱۵۰۰ ډېرې سپرلۍ یې ټولې ووژل شوې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د چین ټیټانیک به په اوبو کې ولاړه وي او خلک به یې ننداره کوي.

ټیټانیک په خپل لومړني سفر کې له ساوت هیمپټن د نیویارک لور ته روانه وه چې د واورې ټوټې سره ټکر او ډوبه شوه.

د دې بېړۍ له پېښې سره د چین خلک ډېره لېوالتیا لري.

* ۵ زره کلنه لمرینه فرعوني بېړۍ کشف شوه

* بريتانيا کې د دويمې نړيوالې جګړې جنګي بېړۍ

په ۱۹۹۷ کال د هنرمندې کیټ ونسلیټ او هنرمند لیونار. و ډي کيپریو له فلم وروسته دا لېوالتیا نوره هم زیاته شوې او دې فلم هم په چین کې ډېر مینوال لرل.

د فلم ډایریکټر جیمز کیمرون د دې بېړۍ ۹۰ سلنه نقل تیار کړی و، خو تراوسه یې بشپړ نقل تیار شوی نه دی.

د اسټرالیا میلیاردر کلایو پامر په ۲۰۱۲ کال د دې بېړۍ د هوبهو نقل جوړولو اعلان وکړ، خو هغه پروژه تراوسه بشپړه شوې نه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چین کمپنۍ په ۲۰۱۴ کال د دې بېړۍ د جوړلو لپاره یو میلیارد یوان پانګونه اعلان کړه.

د چین په دغه نوښت کې د اصلي بېړۍ په څېر ډېر معیاري ارام او شان او شوکت په پام کې نیول شوی، چې په هغو کې نڅا خونه، تیاتر، لامبو ډنډ او د لومړني پاړکي لپاره ځای شته.

په دې بېړۍ کې د ډېر مهم شخص لپاره نورې اسانتاوې شته او دا به د چین له سمندرغاړې په سلګونو میله لرې یوه پارک ته د خلکو پام ور واړوي.

* ایټالیا د ۲۰۰۰ کلنې بېړۍ پاتې شوني موندلي

* په تیتانیک بېړۍ کې موندل شوی لیک پلورل کېږي

د اې اېف پي خبري اژانس د رپوټ له مخې، ټیټانیک جوړوونکې کمپنۍ په ۲۰۱۴ کال د دې پلان لپاره یو میلیارد یوان پانګونه اعلان کړې وه.

په چین کې کورنۍ سیلګري پراخېږي، ځکه حکومت هم د پانګونې او صنعت د پخواني ډول په ځای د خلکو غوښتنو ته په پام پرمختیايي چارو زور اچوي.

د انځور حقوق .
Image caption په اصل ټیټانیک کې له ۱۵۰۰ ډېرې سپرلۍ ووژل شوې.