کراچۍ: په هوټل کې لګېدلي اور ۱۱ کسان ووژل

د انځور حقوق Reuters
Image caption په پېښه کې ۷۴ کسان ټپیان شوي دي.

د پاکستان د تر ټولو ستر سوداګریز ښار کراچۍ په یوه هوټل کې د دوشنبې په ورځ اور ۱۱ کسان ووژل او ۷۴ نور یې ټپیان کړل.

د لومړنیو معلوماتو له مخې اور د لاندني پوړ پخلنځي کې لګېدلی او وروسته شپږ پوړونو ته رسېدلی دی.

په سیمه کې ځايي چارواکي وايي، ټپیان یې جناح روغتون ته لېږدولي دي.

دغه روغتون هم د مړو او ټپیانو د شمېر په خپرولو سره ویلي چې په وژل شویو کې څلور مېرمنې هم دي.

* ځنگلونه څنگه اور اخلي؟

* لاهور: اور لګېدنې شپږ کسان وژلي

* کراچۍ کې اور سلګونه کسان وژلي

مرستندویه سرچینې وايي، د پېښې ځای ته یې مرستې رسولې او اوس یې اور بشپړ کنټرول کړی دی.

چارواکي دا هم وايي، چې سهار وختي د لګېدلي اور له امله د هوټل په ودانۍ کې لوګي د اور وژنې د ادارې چارې هم له ستونزو سره مخ کړې وې.

د سیند ایالت سروزیر مراد علي شاه د ښار په ټولو هوټلونو او ودانیو کې د بېړنیو دروازو او اور وژنې لپاره د تیاري د څېړنې غوښتنه هم کړې ده.

ځايي تلوېزیونونه د پېښې داسې انځورونه هم ښيي چې څو مېلمانه د هوټل په مختلفو پوړونو کې له کړکیو نه په رجایانو کې بهر کېږي.

د انځور حقوق Shakil Adil
Image caption په وژل شویو کې څلور مېرمنې هم دی.

اړونده مطالب