۱۰۰ ښځې: "هر څوک سمېدای شي" د جنسي تېري کوونکو درملنه

د انځور حقوق ERIN SWEENY
Image caption ایرین سویني

ارواح پوهې ایرین سویني څه باندې شل کاله د جنسي مجرمانو په درملنه تېر کړي. هغه وايي مهمه ده چې چلن له شخص څخه جلا کړل شي او هڅه وشي وپوهېږو چې څه د هغوې د جرم سبب شوی دی.

زما کار د انساني چلن په اړه زما سترګې پرانیستې. جنسي مجرمان له ډېرو اړخونو یو له بله توپیرلري، خو هغه څه چې په ټولو کې شریک دي دا دي چې هغوی په ماشومتوب کې خوشحاله ژوند نه درلود- ورسره ناوړه چلن شوی، چا يې غمخوري او پالنه نه ده کړې، مور اوپلار يې نه وو او یا يې ورسره اړیکي نه درلودل.

د ښځو پر ضد منفي ذهنیت کې د ولسي ادبیاتو ونډه

برتانیا کې د فوټبال پر یوه روزونکي د جنسي ځورونو ادعا څېړل کېږي

جرمني کې یو افغان "د جنسي تېري او قتل په تور نیول شوی"

ځکه چې د هغوی لومړني اړیکي معمولا له مور سره وې دا د نړۍ په اړه د هغوی پر لومړنیو تجربو باندې اغېزکوي، په تېره بیا ښځې.

ډېر مجرمان د جنسي اړیکو او ښځو په اړه یو ډول بې پروا فکر لري. زیاتره يې د صمیمیت په اړه ستونزه لري- غواړي يې خو ترلاسه کولای يې نشي. ډېری يې د احساساتو ستونزې لري- یواځینی احساس چې ورته لاسرسی لري قهر او غوسه ده. ډېر نور يې د انتقام انګېزه لري.

خو د پوهنې روزنې، شغل، مذهب او پیسو له پلوه یو له بله سره توپیر لري.

هغوی سره د کتنې په وخت کې معمولا د خپل مشتري د ژوند تاریخچې ته ګورم، د خطر عوامل معلوموم، او د درملنې اړیکي ورسره جوړوم. زه باید د زړه له کومې د صمیمیت او خواخوږۍ رویه ولرم، که څه هم د ځینو مشتریانو سره کېدی شي دا کار ډېر سخت وي.

غواړم د هغوی د جرم په اړه مفصل معلومات ترلاسه کړم- د دوی هغه فکرونه، احساسات او چلن چې بالاخره د جرم سبب شوی معلوموم. یا دا چې د رضاییت مسلو په اړه، یا جنسي پوهنې روزنې، یا د نژدې شخصي اړیکو د ستونزو په اړه يې څېړنه کوم.

د انځور حقوق ERIN SWEENY
Image caption ایرین وايي باید مشتریانو سره د خواخوږۍ تود چلن وکړم

دا چې رسنۍ جنسي اړیکي او ښځې څرنګه انځوروي ډېرې پوښتنې راولاړوي- ښځې د یو جنسي شي په توګه انځوروي، په تېره بیا د موسیقۍ په ځینو ویډیوګانو کې چې ځوان هلکان يې په آسانۍ سره ترلاسه کولای شي، چې د بلوغ په وخت کې يې احساسات په اوج کې وي.

که یو ځوان سړی چې په تېر وخت کې يې ستونزې درلودلې وي، د تاوتریخوالي ډکو فکرونو او تصویرونو ته د جنسې پارونې سره تړاو ورکړي، نو له دې امله دا دوه ډوله احساست یو بل پیاوړی کوي.

یو سړی چې ما يې درملنه کوله، د یوې ښځې د میړه پر وړاندې پر هغې جنسي تېری کړی و او دواړه يې ډېر سخت وهلي وو.

ظاهرا هغه یو ښه سړی ښکارېده او خبرې کول ورسره آسانه وو- خو په دننه کې يې ډېرې ستونزې درلودې، د غچ اخیستنې فکرونه اوشکایتونه يې درلودل او دا احساسات يې هغه وخت راپارېدل چې خبره به يې و نه منل شوه، تر روحي فشار لاندې به و، یا کله چې به يې هغه بدې کړنې ور په یاد شوې چې په تېر وخت کې نورو ورسره کړې وې. له تاوتریخوالي ډکو خیالاتو هم د ده جنسي احساسات راپارول. د الکولو څکلو وروسته به يې فکر لا نورهم خراب شو.

دغه ډول کسانو سره ژوند کول ښايي ډېر سخت وي. دا چې هغوې نورو سره څه ډول چلن کړی ښايي له تصوره وتلی وي.

خو ما زده کړل چې باید د هغوی چلن له شخص څخه جلا کړم او تل هڅه کوم داسې یو څه په کې پیدا کړم چې د بدلون او سمون وړ وي او خپل پام ورته را اړوم. کله کله دا ډېره سخته ده. کله مې دومره ډېره بې حوصلې کړي چې زړه مې غواړي هر ډول بده رویه ورسره وکړم.

هر څوک سمېدای شي

کله چې هره ورځ دې کار سره مخ یاست جنسي مسایل نورې معنا ګانې پیداکوي، کله چې مې لومړی دا کار پیل کړ ښايي دا چې واده مې کړی و ،راسره يې مرسته کړې وي.

مېړه سره مې ډېره نژدې یم او د ځینو قضیو په اړه مې ورسره خبرې کړې دي (خو مهم جزییات مې نه دي افشا کړي) نو پر ما باندې يې د اغېزو په اړه پوهېږي. پوهېږم کله چې بهر وځم هر څه ته مې پام وي، ګورم چې آیا ښځې په زیان منونکي وضعیت کې دي که نه، یا څوک د ماشومانو سره خبرې کوي. یقینا چې زه يې بدله کړې یم.

د انځور حقوق Getty Images

خو کېدی شي دا سخته وي چې تل له ټولنې اورئ چې وايي جنسي مجرمان "ووژنئ، د تل لپاره يې بندیان کړئ! "، کله چې پوهېږئ چې خلک له کاره چې تاسو يې کوئ کرکه لري او د خپل کار په اړه خپلو دوستانو سره نشئ غږېدای ځکه هغوې په دې باندې نه پوهېږي.

خو څېړنې ښيي چې که سم اصول په پام کې ونیول شي درملنه د بدلون سبب کېدی شي او په عمومي ډول جنسي تېري کوونکي هغومره چې خلک فکر کوي له درملنې وروسته بیا جرم نه کوي.

ګومان کوم چې تر یوې اندازې هر شخص د سمېدو وړتیا لري، د ځینو سمول ډېر سخت وي. داسې نه ده چې هغه کسان چې زه يې وینم په یوه ورځ ناڅاپه په وحشتناک چلن پیل کړی وي.

تل د پېښو او پریکړو یوه لړۍ موجوده وي چې هغوی يې تر جرمه رسولي وي نو په هغوې کې داسې شیان شته چې د بدلون وړ دي او که دوې وغواړي کېدی شي بیا ښه ژوند پیل کړي.

هغه کسان چې زه يې ګورم ټول يې چمتو نه دي چې ځان کې بدلون راولي او ځینې يې ډېر زیانمن شوي او خطرناک دي.

تراوسه د دې قضیو په اړه موږ سره ټول ځوابونه نشته، خو د دې لپاره چې د نورو خلکو خوندیتوب ډاډمن شي زه به د ټولو هغو کسانو سره چې کولای شم کار ته دوام ورکړم.

اړونده مطالب

ورته مطالب