"د نواز شريف په گډون د پارلمان ٦٤ غړو د ٣٧ دورې يوه غونډه کې هم گډون نه دى کړى"

ایکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ناسوبو وکیلانو کې د واکمن ګوند او اپوزیسون غړي دي.

پاکستان چاپ ایکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په پاکستان کې د پارلماني استازو ناسوبتيا ته کتنه کړې.

ورځپاڼه وايي د لومړي وزير نواز شريف په گډون د پارلمان ٦٤ غړو د ٣٧ دورې ان په يوه غونډه کې هم گډون نه دى کړى.

دغه رپوټ د خپلواکو او عادلانه ټاکنو په نامه د يوه بنسټ له لوري خپور شوى دی.

په رپوټ کې راغلي د پاکستان د پارلمان غړو نژدې نيمايي په منځنۍ کچه له هرو نهو غونډو په يوه کې حضور مومي.

د رپوټ په وينا ناسوب وکيلان په واکمن گوند مسلم ليگ، حکومت مخالفو تحريک انصاف، متحده قومي غورځنگ او ځينو نورو پورې اړوند دي.

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا مرستې د انساني ناورین او کډوالۍ د ستونزو لپاره ډېرېږي.

امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي، ملگرو ملتونو په ٢٠١٧م کال کې بشري مرستنديو چارو لپاره د څه د پاسه ٢٢ ميليارډ ډالرو غوښتنه کړې، چې دا کچه په بې سارې توگه لوړه ده.

ملگرو ملتونو له ٩٣ ميليون هغو وگړو سره د مرستې لپاره دا پيسې غوښتې چې جگړو او يا هم طبيعي ناورينونو ځپلي دي.

د ورځپاڼې په وينا، نيمايي دغه پيسې به د سوريې، يمن، عراق او سويلي سوډان کړکېچونو کې د ايسارو وگړو پر اړتياو ولگول شي.

نيويارک ټايمز وايي، په افغانستان کې به هم راتلونکى کال ١.٨ ميليون وگړي چې ډېرى يې ماشومان دي مرستو ته سخته اړتيا ولري.

له ٢٠١١ م کال راهيسې د مرستندويه چارو لپاره د ملگرو ملتونو له لوري د غوښتل شويو پيسو کچه درې ځله لوړه شوې ده.

په ٢٠١١ م کال کې دغې ادارې ٧.٩ ميليارډ ډالر غوښتني و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption جي للیتا اوسپنیزه ښځه بلل کېدله.

گارډين:

گارډين ورځپاڼې د هند تامېل ناډو اعلی وزيرې "جې لليتا جيارام" مړينې ته کتنه کړې.

ورځپاڼه ليکي "د تامېل ناډو وسپنيزه ښځه په ٦٨ کلنۍ مړه شوه."

ورځپاڼه وايي جې لليتا څه د پاسه ٥٠ کاله پر تامېل ناډو ايالت واکمنه وه. نوموړې د هند د دغه ايالت نرواکې( سړي سالاره) او جنسيت پاله سياسي فضا په نه ستړې کېدونکې توگه وننگوله.