سعودي: ۱۵ کسان ایران ته د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا کسان په ۲۰۱۳ کال کې نیول شوي او ایران ته په جاسوسۍ تورن شوی وو.

د سعودي عربستان اړوند العربیه تلوېزیون رپوټ ور کوي چې د دغه هېواد یوې محکمې ایران ته د جاسوسۍ په تور۱۵ کسان په عدام محکوم کړي دي.

په دغه دوسیه کې ۳۲ کسان تورن وو، چې د سعودی عربستان۳۰ شیعه مذهبه، یو افغان او یو ایرانی پکې وو.

* د سعودي یو شهزاده د قتل په جرم اعدام شو

* ايا د اعدام سزا د جنايتونو مخنيوى کوى شي؟

* "په منځني ختیځ کې اعدامونه ډېر شوي"

دوی په ۲۰۱۳ کال نیول شوي او ایران ته په جاسوسۍ تورن شوي وو.

د دغو تورنو محاکمه په تېره فرورۍ کې پیل شوه.

تراوسه د نورو تورنو په هکله د حکم او په اعدام د محکومو کسان ملت نه دی په ډاګه شوی.