ټرمپ ولسمشرانو ته د نوې الوتکې د جوړېدو سپارښتنه لغوه کوي

دونالد ترامپ د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي ټرمپ په پیغور سره پر بویینګ نیوکه کړې ده

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي؛ هوډ لري چې د امریکا ولسمشرانو ته د الوتکې جوړولو د سپارښتنې په لغوه کولو سره د دغه هېواد له لګښتونو یو څه راکم کړي.

ښاغلی ټرمپ چې په راتلونکو شپږو اونیو کې د ولسمشر په توګه کار پیلوي خپل ټویټر کې ولیکل: "بویینګ د راتلونکو ولسمشرانو لپاره د یوه نوي ایرفورس وان ۷۴۷ ډوله الوتکې پر جوړولو بوخت دی، خو لګښت یې ډېر زیات دی، تر څلورو میلیارد ډالرو ډېر. دا سپارښتنه لغوه کړئ."

د امریکا دولت له بویینګ سره د دوو یا هم ډېرو الوتکو جوړولو قرارداد لري.

ټاکل شوې دا الوتکه له ۲۰۲۴ کال نه فعالیت پیل کړي.

له دې ټویټ وروسته د بویینګ ونډه یوه سلنه ولوېده، خو د سه شنبې ورځې په مبادلاتو کې دا لوېدنه جبران شوه.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر د سه شنبې په ورځ همداراز وویل؛ د جاپان "سافټ بانک" موافقه کړې چې امریکا کې ۵۰ زره کسانو ته کار برابرولو په موخه به په دغه هېواد کې ۵۰ میلیارده ډالر پانګونه وکړي.

ښاغلي ټرمپ دا خبره د نیویارک په ټرمپ ټاور کې د بانک له مدیر ماسایوشي سان سره تر کتنې وروسته اعلان کړه.

هغه پر خپل ټویټر ولیکل: "ماسا وویل؛ که موږ (ټرمپ) ټاکنې نه وای ګټلی، دا کار مو هېڅکله هم نه شو کولی."

ښاغلی ټرمپ اوسمهال له خپلې الوتکې ګټه پورته کوي، خو د ولسمشر په توګه باید د "ایرفورس وان" په نوم له مشهورې الوتکې چې په ځانګړو امنیتي او دفاعي تجهیزاتو سمباله ده کار واخلي.

هغه چې تل یې پر خپلې بویینګ ۷۵۷ ډوله الوتکې ویاړ ښوولی د سې شنبې په ورځ په ټرمپ ټاور کې ددغو الوتکو د جوړولو لګښت رشخند وباله او ویې ویل؛ "موږ غواړو چې بویینګ ډېرې پيسې ترلاسه کړي، خو نه دومره."

د امریکا هوایي ځواکونو د یوې وینا په خپرولو سره وویل؛ ددغې پروژې لپاره یې ۲،۷ میلیارد ډالر ځانګړي کړي، خو ددې پروګرام مخته تللو سره "د لګښتونو ډېرېدو تمه لري."

سپینې ماڼۍ وویل؛ نه پوهېږي چې ښاغلي ټرمپ د ولسمشر الوتکې بدلولو لپاره د څلور میلیارده ډالرو شمېره له کومه کړې ده.

د سپنیې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ وویل: "باید ووایم داسې نه ښکاري ځینې شمېرې چې ذکر شوي دي د بویینګ او دفاع وزارت ترمنځ د مالي هوکړې د ماهیت ښودونکی وي."

د امریکا دولت تفتش اداره اټکل کوي چې ددغې پروژې نهایي لګښتونه به ۳،۲ میلیارد ډالره وي، داسې شمېره چې ښایي لوړه شي.

د بویینګ ویاند ټډ بلچر په یوه وینا کې ویلي؛ "موږ ددغو پېچلو پوځي الوتکو د توان ټاکلو ته د مرستې لپاره اوسمهال د ۱۷۰ میلیون ډالرو قرارداد لرو، داسې الوتکې چې د امریکا ولسمشرانو لېږدولو ځانګړې دنده لري."

"موږ ددې پروګرام په راتلونکو پړاوونو کې له هوایي ځواکونو سره همکارۍ ته سترګې په لار یو ترڅو وشو کولی دا ترټولو ښه الوتکه امریکایي مالیه ورکوونکو ته په ښه بیه د امریکا ولسمشر په واک کې ورکړو."