د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی: د حلب بهر به سوریه کې جګړه دوام ولري

زرګونه ولسي وګړي له حلب نه وتښتېدل د انځور حقوق Reuters
Image caption زرګونه ولسي وګړي له حلب نه وتښتېدل

د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي؛ که څه هم د سوریې دولتي ځواکونو د حلب ښار ختیځې برخې جګړه نژدې ګټلې وي، خو ددغه هېواد جګړه لا پایته نه ده رسېدلې.

سټیفن دیمستورا بي بي سي ته وویل؛ په دغه هېواد کې سولې ته د رسېدو یواځنۍ لاره "د سوریې راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه جدي بحث" دی.

ټاکل شوې روسي او امریکايي چارواکي د شنبې په ورځ په جنیوا کې د حلب د وضعیت په تړاو خبرې وکړي.

په وروستیو اونیو کې د سوریې پوځ د مخالفینو تر کنټرول لاندې نژدې ۸۵ سلنه سیمه بېرته نیولې ده.

د جګړو ډېروالی لامل شوی چې لسګونه زره ولسي وګړي د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ شي.

+ روسیه: د سوریې پوځ په حلب کې پوځي عملیات درولي

+ اسد: د حلب بری به د جګړې پای ته رسولو کې "ستر ګام" وي

روسي چارواکي چې د سوریې له دولت نه ملاتړ کوي وایي؛ د پنجشنبې ورځې جګړو په وقفه کې ۱۰۵۰۰ کسانو هغه ځای پرېښی دی.

ښاغلي ډیمستورا د شنبې په ورځ بي بي سي ته وویل: "د حلب جګړه کې د وروستیو ګامونو شاهدان یو ... دا جګړه ښایي ډېر ژر پایته ورسېږي."

"خو دا د جګړې پای نه دی، د حلب د جګړې پای دی. نو په دې توګه به یو عمده رواني اغېز ولري او دا هغه څه دي چې نشو کولی په دې پړاو کې یې کم اهمیته وبولو."

هغه وویل؛ سوریه کې د سولې او ټیکاو یواځنۍ لاره د قدرت وېش دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حلب ښار ختیځ له جون میاشتې راهیسې د دولت لخوا کلابند و
د انځور حقوق Reuters
Image caption ډېر عمر خوړلي کسان او معلولین په جګړو کې ګېر پاتې دي

"تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته ترټولو بد کړکېچ"

ورته وخت کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل؛ د "حلب بشپړ او مطلق ړنګېدو" مخنیوي د هڅې په توګه به روسي او امریکایي چارواکي په جنیوا کې سره وګوري.

تمه کېږي دا خبرې اترې د ولسي وګړو د ساتنې او همداراز د حلب په ختیځو سیمو کې د اورپکو پر راتلونکې ورټولې وي.

خو ښاغلي کیري خبرې اترې مهمې یادې نه کړې: "پوهېږم چې خلک له دې ملاقاتونو ستړي شوي، زه هم له دې لیدو کتنو ستړی شوی یم."

"خو زما تکلیف څه دی؟ په داسې حال کې چې خلک له مړینې په حال کې دي، زه لاړ شم کور ته او د اونۍ د پای ورځې په خوښۍ په ماساچوست کې تېرې کړم؟ یا په واشنګټن کې کېنم او هېڅ کار ونه کړم؟"

هغه تر "دویمې نړیوالې جګړې وروسته" د حلب کړکېچ ترټولو بد کړکېچ وباله.

د ملګرو ملتونو عمومي ناستې د جمعې په ورځ د ۱۳ مخالفو رایو پروړاندې له ۱۲۲ موافقو او ۳۶ ممتنع رایو سره سوریه کې د جګړو د پایته رسېدو، ددغه هېواد په ټولو برخو کې بشري مرستو ته د لاسرسي او د حلب په ګډون د ټولو کلابندیونو پایته رسېدو غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک الزامي نه دی، خو سیاسي وزن لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption اورپکو د جمعې په ورځ لا هم د حلب په ختیځ کې مقاومت کاوه

ملګري ملتونه اټکل کوي چې حلب کې د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې تر ۱۰۰ پورې ولسي وګړي شته چې خوراکي توکو، اوبو او روغتیايي درملنو ته کم لاسرسی ل

اورپکو رویټرز اژانس ته ویلي؛ د حلب ختیځې سیمې د جمعې په ورځ د اورلګوونکو بمونو چې د چاودنې زور یې ډېر دی، بوشکه ای بمونو او د توپخانې تر بریدونو لاندې و. سوریه کې پر بشري حقونو د څارنې ډله چې مرکز یې بریتانیا کې دی هم وویل؛ په دغو سیمو کې لږ ترلږه ۱۲ هوایي بریدونه شوي دي.

+ د سوریې د حلب ښار له ختیځه یاغیانو "شاتګ وکړ"

همداراز د هغو سړیو د برخلیک په اړه اندېښنه شته چې د اورپکو تر کنټرول لاندې سیمو نه د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته تللي دي.

ملګرو ملتونو همداراز وویل؛ د مخالفینو لخوا د ملکي کسانو د وتلو پروړاندې لارې بندولو راپورونه یې ترلاسه کړي.

سوریه کې په یوه بل بدلون کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې اورپکي د تدمُر لرغوني ښار پر لور د دولت تر کنټرول لاندې سیمو پرلور د پرمختګ په حال کې دي.ري.

اړونده مطالب

ورته مطالب