برازیل کې د ښځو او سړو د فوټبال ترمنځ توپیر
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

برازیل کې د ښځو او سړو د فوټبال ترمنځ توپیر

مارتا ويېرا ډېسېلوا، د روان کال په اولمپيک لوبو کې د برازیل د ښځو فوټبال لوبډلې مشره وه. هلته ورته تر ډېره د یوې اتلې په سترګه کتل کېږي. په برازیل کې فوټبال لوبه خورا مشهوره ده. د سړو لوبډلې یې پنځه ځله نړیواله اتلولي ګټلې، خو په پرتلیز ډول بیا د ښځو فوټبال په کې دومره ډېر مینه وال نه لري. مارټا ډېسېلوا وايي د فوټبال فدراسیون هم ورته پام نه کوي او برازیل کې عام ولس هم د ښځو فوټبال ته په ښه سترګه نه ګوري.

اړونده مطالب