شرم، پاکستان کې پر ۱۲ کلن علي د جنسي تېري کیسه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
علي یوه ورځ‌ ښوونځي ته پر لاره و چې په زور یوې ودانې ته ټېل وهل شو

وروسته له هغه چې پاکستان کې په پراخه کچه د ماشومانو د ځورونې پېښې وشوې، ۲۰۱۵ کال کې د دغه عمل پر ضد مبارزې بیا پیلې شوې. سلګونه ماشومان د موبایل ټېليفون په مټ د اخیستل شویو فلمونو له کبله د ناوړه چلند قرباني شوي وو.

په حسین خان والاه کې - هغه ښار چې د دغې رسوایۍ مرکز دی - د بي بي سي خبریاله شومیلا جعفري له یوه ځوان سره غږېدلې ده.

۱۹ کلن علي (چې اصلي نوم یې نه دی) خپله کیسه له بي بي سي سره شریکه کړې.

سکس، شرم او باج اخیستنه د انلاین په نړۍ کې

شرم؛ افغانه نجلۍ: راته یې وویل فیسبوک کې به دې رسوا کړم

حسین خان والاه ته یو نوی ښکلی رغول شوی سړک غځېدلی، هغه کوچنی کلی چې د پاکستان په ختیځ کې د هند له سرحد سره نژدې پروت دی.

د لارې په اوږدو کې، تاسو له زرغونو کروندو او د مېوو له باغونو سره مخامخ کېږئ، چې یو شمېر مېرمنې او سړي په کې کار کوي.

پر علي جنسي تېری

له کلونو راهیسې، دغه کوچنی کلی وروسته تر هغه د نړیوالو ورځپاڼو د خبرونو د سر ټکی شو، چې پر ماشومانو د جنسي تېري سلګونه اخیستل شوې وېډیوګانې خپرې شوې. علي همدلته اوسېدلی.

د کلي د نورو ماشومانو په څېر، هغه تر ۲۰۰۹ کال پورې بې وېرې ګرځېده، خو یوه ورځ ښوونځي ته پر لاره و، چې یوې تشې ودانۍ ته د وسلې په زور کش کړل شو او هلته پرې جنسي تېری وشو.

جنسي تېري کوونکي پرې د تېري صحنه په ګرځنده ټېلیفونونو ثبت کړه.

Image caption علي له هغو سلګونو ماشومانو څخه یو دی، چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ موده کې د حسین خان والاه کلي شلو مجرمو کسانو پرې جنسي تېری کړی.

علي په پرله پسې توګه خپل لاسونه موښل، مخ یې ترهېدلی او وارخطا و، او په نیولي غږ یې خپله کیسه کوله.

''زه دوولس کلن وم. په ډېر څه سم نه پوهېدم. دوی پر ما له جنسي تېري وړاندې د بې هوښۍ پیچکاري را ته وکړه. وروسته یې وګواښلم چې هېچا ته به نه وایم، که نه دوی به مې وېډیو ټولو خلکو ته وروښيي.''

علي هرڅه پټ وساتل. ان کورنۍ او ملګري یې هم په کیسه خبر نه کړل.

خو دا یې د مخ پر ځوړ حالت پیلامه وه.

شرم، د فیسبوک په پېر کې ځورول او ګواښل

آریانا: منفي خبرې پر ما اغېز کوي، خو پر کار مې نه

راتلونکو دوو کلونو کې، هغه په تور لست کې راغلی و، ګواښل شوی و، ربړول شوی و او ان تر ۲۰۱۱ کال پورې څو ځلې ځورول شوی و. بالاخره هغه سبق پرېښود، له کلي ووت او ښار ته ولاړ.

د ځینو شمېرو له مخې، علي له هغو سلګونو ماشومانو څخه یو دی، چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ موده کې د حسین خان والاه کلي شلو مجرمو کسانو پرې جنسي تېری کړی او وېډیو يې ډکه کړې ده.

د ډېری قربانیانو عمرونه له څوارلس کلنۍ ټیټ وو.

ګواښل او د ځان وژنې هوډ

Image caption له ډېرو کلونو شرمناکه او له وېرې ډک ژوند وروسته، علي اوس یوځل بیا د عادي ژوند پیلولو هڅه کوي.

ان وروسته تر هغه چې علي له کلي وهم وت، د مجرمې ډلې له خوا یې ګواښونه ترلاسه کول. هغه په یوه نړیوال شرکت کې دنده پیدا کړه، خو د معاش ډېره برخه یې د غلو ډلې ته له دې کبله ورکوله چې په کلي کې یې د جنسي تېري د وېډیوګانو د شریکولو مخه ونیسي.

دی وايي: ''یوه ورځ مې د ځان وژنې هوډ وکړ. زهرجنې ګولۍ مې وخوړلې، خو د تره زوی مې روغتون ته بوتلم، زما معده یې ومینځله او ژوندی پاتې شوم.''

د جنسي تېري ۳۰۰ ویډوګانې

په ۲۰۱۳ کال، علي ته د خپل ورور له خوا ټېلیفون ورغی، او ورته یې وویل چې لاس په لاس شوې وېډیو یې د کلي د وګړو په ګرځنده ټیلېفونونو کې لاس په لاس شوې ده.

علي ته په ډاګه شوه، چې ګڼ نور ماشومان هم د ده په څېر له ناوړه وضعیت سره مخامخ شوي.

یوې سیمه ییزې خبري رسنۍ د حسین خان والاه له کلي نه د جنسي تېري شاوخوا ۳۰۰ وېډیوګانې ترلاسه کړې وې.

علي له خپل ورور سره اوږه په اوږه یوځل بیا د مبارزې لپاره زړورتیا پیدا کړه.

هغه وویل ''پلان مو جوړ کړ او معلومات مو راغونډ کړل. له فیسبوکه مې د مجرمې ډلې د غړو انځورونه ډاونلوډ کړل او د وېډیوګانو په راغونډولو مو پیل وکړ. زما ورور او ما د شاوخوا ۳۹ ماشومانو د جنسي تېري ۹۸ وېډیوګانې راغونډې کړې.''

'زموږ له ماشومانو لاس واخلئ'

Image caption مبین وايي، په پیل کې، خلک له دې کاره پښه نیولي وو، ځکه چې جنایت کوونکې ډله د ځینو سیمه ییزو استازو او سیمه ییزو پولیسو له ملاتړه برخمنه وه.

د علي په هڅو او د علي له کوره یوڅو کوڅې لیرې د یوه کلیوال، مبین غزنوي په ملاتړ عدالت ته د جنایت کوونکو د کشولو هڅې پیل شوې. مبین د جنایت کوونکې ډلې پرضد د ولسي مقاومت په سر کې و، په پای کې د کلي د سیمه ییزې شورا په ټاکنو کې بریالی شو.

په مرمیو د هغه د کور سورۍ سورۍ شوې دروازه د دې شاهده وه چې نوموړی تر کومې کچې له ګواښ سره مخامخ و، خو د جنایت کوونکې ډلې پر وړاندې یې ځان ټینګ کړ.

هغه په حسین خان والاه کې زېږېدلی او لوی شوی او له ځینو قرباني شويو سره یې خپلوي لرله.

شرم،تونس کې يوې نجلۍ جنسي تېری کوونکی څنګه وواژه؟

غزني کې د 'جنسي غولوونکو' ډله نیول شوې

شرم؛ افغانه نجلۍ: راته یې وویل فیسبوک کې به دې رسوا کړم

مبین وویل ''دا یوه منظمه مجرمه ډله وه، چې ټول غړي یې د کلي د بانفوذه کورنیو غړي وو. ان تر ۲۰۱۳ کال وروسته کله چې د جنایت کوونکې ډلې له خوا ګډې وېډیوګانې په عامو خلکو کې خپرې شوې، هېچا یې پرضد غږ نه شوی پورته کولای.''

Image caption علي ۱۲ کلن و چې د جنسي تېري قرباني شو. جنسي تېري کوونکي پرې د تېري صحنه په ګرځنده ټېلیفونونو ثبت کړه.

په پای کې، مبین د دغې ډلې پرضد د کلیوالو یو موټی کول پیل کړل. له علي سره کور په کور وګرځېد او د قرباني شویو ماشومانو کورنۍ یې په دې قانع کولې چې خپل غږ پورته کړي.

مبین وايي، په پیل کې، خلک له دې کاره پښه نیولي وو، ځکه چې جنایت کوونکې ډله د ځینو سیمه ییزو استازو او سیمه ییزو پولیسو له ملاتړه برخمنه وه او له همدې لارې په ګټې اخیستو سره یې پر خلکو فشار راوست چې خپل غږ پورته نه کړي.

''پولیسو ان زموږ شکایت هم ثبت نه کړ. دوی غوښتل چې تر فرش لاندې یې تربت کړي.''

د پولیسو له خوا د پېښو د پټ ساتلو په درشل کې، د مبین په مشرۍ د کلي خلکو حسین خان والاه ته غځېدلې لویه لاره وتړله او له پولیسو سره یې اخ او ډب وکړ. د لاریون پرمهال ګڼ چارواکي او لاریونیان ټپیان شول.

سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو د دې قضیې تعقیبول پیل کړل.

Image caption د بشري حقونو د ډلو له لاریون او د جنایت کوونکې ډلې پرضد د عامو خلکو له بې ساري فشار وروسته، ځینې تورن کسان ونیول شول

په لاهور کې هم لاریونونه وشول او لاریونیانو له ځانونو سره ''زموږ له ماشومانو لاس واخلئ'' او''د قربانیانو لپاره شرم نه شته'' پیغامونه لېږدول.

د بشري حقونو د ډلو له لاریون او د جنایت کوونکې ډلې پرضد د عامو خلکو له بې ساري فشار وروسته، ځینې تورن کسان ونیول شول او په پای کې شکایتونه درج شول.

له ډېرو کلونو شرمناکه او له وېرې ډک ژوند وروسته، علي اوس یوځل بیا د عادي ژوند پیلولو هڅه کوي.

''کله چې زما مور او پلار خبر شول، ډېر ډېر زیات یې وژړل. دې کار څو کاله وخت واخیست چې باور یې ترلاسه کړم. ما دومره زړه نه کاوه چې هرچا ته دا کیسه وکړم. اندېښمن وم چې مور او پلار او کورنۍ به مې یې په اړه څه فکر کوي او زما ملګري او ګاونډیان به څه وايي.''

د روان کال په پیل کې، دوه تورن کسان د ترهګرۍ ضد محکمې له خوا په عمري بند محکوم او ۳۰۰۰ ډالر جریمه شول.

په دوو نورو قضیو کې هم تورونه شاید ژر ثابت شي.

۱۳ نور تورن کسان په زندان کې د محاکمې په انتظار دي.

علي وايي، د دې ټولو پېښو په رامنځ ته کېدا سره، لسګونو کورنیو د خپلو ماشومانو په اړه وېره لرله، دوی کلی پرېښود او نورو ځایونو ته ولېږدېدل. ''خلک وېرېدل او دوه میاشتې ښوونځي وتړل شول.''

خو اوس، په کلي کې ژوند یوځل بیا طبیعي حالت ته ستون شوی.

مبین وايي، لږترلږه د څلور کلن زوی راتلونکی یې خوندي شوی دی. ''زه ډاډمن یم چې هغه ته به ضرر ونه رسېږي.''

خو مبین دا هم مني هغه کسان چې د بدنامۍ تور پرې لګېدلی، د خپل ژوند د بېرته جوړولو لپاره لاهم مبارزه کوي.

''حکومت د دوی د ملاتړ ژمنه وکړه، خو تر اوسه یې پر خپلې ژمنې عمل نه دی کړی. هغه ماشومان چې په سیمه کې د جنایت کوونکې ډلې پرضد ودرېدل، ځینو یې هڅه کوله خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، خو د سیمه ییزو ښوونځيو زده کوونکو او ښوونکو وښکنځل او د دوی په اړه یې ګنګوسې خپرولې. دوی هلته نور ژوند نه شي کولای.''

د جنسي تېري پر ضد نوی قانون

Image caption د روان کال په پیل کې، دوه تورن کسان د ترهګرۍ ضد محکمې له خوا په عمري بند محکوم او ۳۰۰۰ ډالر جریمه شول.

په ۲۰۱۶ کال، پاکستان داسې قوانین تصویب کړل، چې تر قانوني عمر پر ټیټو ماشومانو یې جنسي تېری او د هغوی د انځورونو خپرول یې جرم وباله.

مبین په دې باور دی چې ټکنالوژۍ په حسین خان والاه د جنسي ځورونې یوه وسیله وګرځېده، خو همدغې ټکنالوژۍ خلکو ته دا توان ورکړ چې خپل غږ پورته کړي او خپل هغه پیغام تر نورو ورسوي چې نور باید پاکستان کې پر ماشومانو تېری ونه شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب