د پیغمبر یعقوب پسونه خپل "کور ته ستنېږي"

یعقوب پسونه د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پیغمبر یعقوب پسونه له دوو نیولې تر شپږ ښکرونه لري، خو ډېر پکې معمولا څلور ښکرونه لري.

یو سل او ۱۹ پسونه چې د نسل لرغونتوب یې د پیغمبر یعقوب دورې ته رسېږي له کاناډا نه اسراییلو ته ولېږدول شول.

دغو پسونو ته د پیغمبر یعقوب پسونه وایي - او ویل کېږي چې دا د هغو پسونو له نسل نه دي چې د یهودیانو په مقدس کتاب کې یې یادونه شوې ده. شپنه جینا لېونسکي چې غواړي خپل پسونه د شپې (او ورځې) لخوا ددوی په نوي کور کې په نګب دښته کې وګوري.

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د تل ابیب او اتاوا ترمنځ په لوړه کچه درې کلنو خبرو اترو وروسته، اسراییلو ته ددغو پسونو لېږدولو لړۍ تېره اونۍ (نومبر ۳۰مه) پیل شوې ده.

د پیغمبر یعقوب پسونه یو ډول کوچني، برګ (سپین له تورو داغونو سره) او څو ښکرونو لرونکي پسونه دي چې معمولا د وړیو، غوښې او پوستکي لپاره روزل کېږي.

مېرمن جینا لېونسکي چې کاناډا کې یې د پيغمبر یعقوب پسونه روزل ویلي؛ "د یهودي کلیزې له مخې لومړنی پسه د هشوان په ۲۸مه په هغه ورځ ورسېد چې پیغمبر نوح له کښتۍ راښکته شو."

لېونسکي اسراییلو ددغو پسونو تر رارسېدو درې اونۍ وړاندې اسراییلو ته ورغلې ده. نوموړې وايي؛ د پیغمبر یعقوب پسونو په تړاو ډېرې څېړنې شوې دي او دا د اسراییلو د خلکو لپاره لرغونو میراثونو په توګه یوه تاریخي شېبه.

د اوس لپاره دغه پسونه د اسراییلو په سوېل کې په ځانګړي ځای کې قرنطین دي او هلته به د اتو ورځو لپاره پاتې شي او وروسته به یې د ساتلو لپاره ځای برابر شي.

د دغو پسونو د نسل ژنیټیکي نښانې په منځني ختیځ کې لږ ترلږه څو زرو کلونو ته رسېږي.

د دغو پسونو د لېږدېدو کیسه له لرغونې سوریې پيلېږي چې د افریقا ته رسېدلي او له هغه ځایه یې نسل اسپانیا ته لېږدول شوې او ورپسې بریتانیا ته رسېدلی.

وروسته یو شمېر دغه پسونه د ژوبڼونو لپاره شمالي امریکا وړل شوي چې وروسته یې د سوداګرۍ بڼه هم غوره کړه.