ترکیه کې د چاودنو پړه 'د کوردستان د آزادۍ بازانو' پرغاړه واخیسته

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
استانبول کې چاودنو ۳۸ کسان ووژل

یوې کوردۍ وسلوالې ډلې چې ځان د 'د کوردستان د آزادۍ بازان' بولي د ترکیې استانبول ښار کې د چادونو پړه پر غاړه واخیسته.

د دوو بمونو په چاودنه کې چې ویل کېږي د ترکیې بلوا ضد پولیسو په نښه کولو لپاره ځای پرځای شوي و، لږ ترلږه ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۶۶ نور ټپيان دي.

د 'د کوردستان د آزادۍ بازانو' ډله د 'کوردستان د کارګرانو د ګوند' پي کې کې جلا شوې ډله ده چې تر دې وړاندې یې هم ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي.

چاودنې د شنبې په ورځ (دسمبر ۱۰مه) د ترکیې بشیکتاش لوبغالي ته څېرمه د فوټبال سیالۍ پایته رسېدو ساعت وروسته وشوې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption چاودنې د ترکيې د دوو مشهور فوټبال لوبډلو بشيکتاش او بورساسپور ترمنځ له سيالۍ دوه ساعته وروسته وشوې

د ترکیې کورنیو چارو وزارت ویلي؛ په دغه پېښه کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر د پولیسو د وژلو په هدف چول شوی او بله چاودنه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.

ترکیه کې د کردانو پلوي مشران او د پارلمان استازي نیول شوي

امریکا له استانبوله د خپلو ډیپلوماټانو د وتلو غوښتنه کړې

استانبول کې د بي بي سي خبریال خشایار جنیدي چې د پېښې د سیمې په ۲۰۰ مترۍ کې و، د دوو چاودنو غږ او ډزو غږونه یې اورېدلي او لیدلي یې دي چې د سټډیوم نژدې تورې لوخړې پورته کېدې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption عيني شاهدان وايي له چاودنې وروسته يې د ډزو اوازونه اورېدلي، امبولانسونه د او د پوليسو موټر د پېښې ځای رسېدلي دي.

دی وایي؛ د چاودنې سیمې له تقسیم میدان نه شاوخوا ۸۰۰ متره واټن لري او د چاودنې څپو د بي بي سي دفتر په ګډون د ډېرو ودانیو ښیښې ماتې کړې دي.

پولیسو د یکشنبې په شپه (دسمبر ۱۰مه) وویل؛ په ددې چاودنو په تړاو یې ۱۰ شکمن کسان نیولي دي.

سره له دې، د پولیسو مامورینو په نښه کول دا ګومانونه رامنځته کړي چې ښایي د رجب طیب اردوغان دولت مخالفې وسله وال له ډلې یې، کردان پکې رول ولري.

Image caption استانبول کې د بي بي سي دفتر ښیښې هم ماتې شوې دي

ښاغلي اردوغان تر دغو چاودنو ساعت وروسته د قربانیانو د شمېر اعلانولو ترڅنګ دا دوه چاودنې "ترهګریزې" وبللې او ویې ویل چې هدف یې پولیس او عام خلک و.

ورته وخت کې د ترکیې د ترانسپورت وزیر احمد ارسلان پر خپل ټویټر ادعا کړې چې دا چاودنې یو "ترهګریز" برید دی.

استانبول کې د بي بي سي فارسي خبریال د راپور له مخې؛ تر چاودنو وروسته، پولیسو سملاسي سړکونه بند کړل او د پولیسو لږ ترلږه یوه چورلکه او یو شمېر امبولانسونه د پېښې ځای ته راغلل.

د انځور حقوق Getty Images

چاودنې د ترکیې فوټبال دوو مطرح لوبډلو بشیکتاش او بورسا سپور ترمنځ لوبې دوه ساعته وروسته رامنځته شوي.

د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې؛ لومړۍ چاودنه د ترکیې بلوا ضد پولیسو لېږدوونکي موټر ته نژدې شوې ده.

Image caption د ترکیې بلوا ضد پولیسو موټر چې په چاودنه کې زیانمن شوی دی

اړونده مطالب

ورته مطالب