لندن کې ډاکترانو پر ډيزلي موټرو د بنديز غوښتنه کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لندن هوا ته کابو ۴۰ سلنه نایټروجن اوکسایډ او نور چټل غازونه د ډېزلي موټرونو له کبله ور ګډېږي.

په لندن کې یو شمېر طبي کار کوونکو پر ښاروال صادق خان غږ کړی چې په دې ښار کې دې پر ډېزلي موټر بشپړ بندیز ولګوي.

دا ډله ځان د ډيزلو ضد ډاکتران بولي، او پر ډاکټرانو سربېره نرسان او نور طبي کار کوونکي هم په کې شامل دي.

لندن د اروپا د هغو ښارونو په لېست کې دی چې تر ټولو چټله هوا لري. یو لامل یې په دې ښار کې لوی شمېر ډيزلي موټرونه دي.

د هوا ککړتیا 'اروپاکې د کال نژدې ۵۰۰ زره خلک بې وخته وژني'

هند کې د هوا ککړتيا له امله ۱۷۰۰ ښوونځي تړل شوي دي

د لندن هوا ته کابو ۴۰ سلنه نایټروجن اوکسایډ او نور چټل غازونه د ډيزلي موټرونو له کبله ور ګډېږي.

طبي کار کوونکي وایي، د لندن ښار په هوا کې زهرجن غازونه تر قانوني کچې هم ډېر دي.

داسې هم ویل کېږي چې د ساه بندۍ او نورو تنفسي ستونزو له کبله په اروپا کې تر ټولو ډېر کسان په لندن کې مري.

ویل کېږي چې دا چټله هوا د هر عمر کسانو روغتیا ته زیان اړوي.

خو بل لور ته موټر جوړوونکي شرکتونه ادعا کوي چې اوسني ډېزلي موټرونه د پخوانیو پرتله ډېر پاک دي. دا ځکه چې نوې ټکنالوژۍ په کې کارول کېږي.

Image caption دا ډله ځان د ډيزلو ضد ډاکتران بولي، او پر ډاکټرانو سربېره نرسان او نور طبي کار کوونکي هم په کې شامل دي.

دوی دا هم وایي چې د ۲۰۰۰ کال پرتله اوس په هوا کې د زهرجنو غازو کچه ۸۴ سلنه راټیټه شوې ده. په برېتانیا کې ۹۹سلنه لوی بار وړونکي موټرونه په ډیزلو چلېږي، ځکه نو د ډاکټرانو دا وړاندیز چې ډيزلي موټرونه دې په بشپړه توګه بند شي، ښایي دومره عملي هم نه وي.

دا ډول بندیز به د ګڼو کسانو پر ژوند او کاروبار هم طبعاً چې اغېز ولري.

ځکه ځیني کسان غواړي چې دې کار ته وخت ورکړل شي، او ناڅاپي پرېکړه دې پر خلکو په زور نه ور تپل کېږي.

د لندن ښاروال ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۸ کاله به لږ تر لږه ډېزلي سروېس موټرونه بندوي.

د صادق یوه ویاند ویلي، ښاروال په دې برخه کې ډېر قانوني واک نه لري.ځکه نو دا د حکومت مسولیت دی چې د ډیزلي موټرونو د ختمولو یا کمولو لپاره یوه ملي تګلاره جوړه کړي.

ورته مطالب