جنرال نوید مختار د آی اېس آی نوی مشر ټاکل شوی

پاکستان د انځور حقوق ISPR
Image caption د آی اېس آی نوي مشر نوید مختار خپله پوځي دنده په ۱۹۸۳ کال کې د زغره والې قول اردو له غونډه پیل کړې وه.

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې ډګر جنرال نوید مختار د څارګرې ادارې، آی اېس آی، د نوي مشر په توګه ګومارل شوی دی. تر دې وړاندې نوموړی د کراچۍ د قول اردو قوماندان و.

پر دې سربېره د پوځ د عامه اړیکو د ادارې په ګډون د یو شمېر نورو ادارو په مشرتابه کې هم بدلون راوستل شوی دی.

د پاکستان د پوځ لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د آی اېس آی مخکنی مشر رضوان اختر د ملي دفاعي پوهنتون مشر ټاکل شوی دی.

دغه خبرپاڼه همداراز وايي، چې ډګر جنرال بلال اکبر د ځمکني پوځ رییس ارکان ټاکل شوی.

کهر: پاکستان د ولسمشر غني موقع له لاسه ورکړې

جنرال قمر جاويد باجوه د پاکستان د پوځ مشر ټاکل شوی

پاکستانی جنرال؛ چې له کودتا پرته یې حکومت وکړ

د عامه اړیکو د ادارې مشر جنرال عاصم باجوه د وسلو د تفتیش د عمومي مشر په توګه ګومارل شوی دی.

جنرال نظیر بټ چې اوسمهال د دفاعي پوهنتون مشر دی، د پېښور د قول اردو قوماندان ټاکل شوی دی.

د انځور حقوق ISPR
Image caption د نومبر په ۲۶مه جنرال قمر جاويد باجوه د راحیل شریف پر ځآی د پوځ د مشر په توګه وګمارل شو

د آی اېس آی نوي مشر نوید مختار خپله پوځي دنده په ۱۹۸۳ کال کې د زغره والې قول اردو له غونډه پیل کړې وه.

نوموړي د کوټې په پوځې لېسې، د اسلام اباد په دفاعي پوهنتون او په امریکا کې پوځي زده کړې کړې دي.

دی په څارګرۍ کې اوږده مخینه لري او په اسلام اباد کې یې د آی اېس آی د ترهرګرۍ ضد څانګې مشري هم کړې ده.

د نومبر په ۲۶مه د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د لومړي وزير نواز شریف سره پر مشوره جنرال قمر جاويد باجوه د پوځ مشر او جنرال زبير محمود حيات د پوځ د لوی درستيزانو د کمېټې د مشر په توګه وګمارل.

اړونده مطالب

ورته مطالب