وانشګټن پوسټ: ټرمپ د روسیې ولسمشر ته نږدې کس د بهرنیو چارو وزیر ګوماري

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه رد کړې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په دې اړه چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاس وهنې په اړه باید څیړنې وشي په یوه مطلب کې ویلي، چې مهمو سناتورانو د دواړو ګوندنو له غړو غوښتي چې په دې برخه کې د څیړنو ملاتړ وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، ښايي د جمهوریت پال ګوند غړي دې ته لیوال وي چې د دغو څیړنو ملاتړ وکړي، خو دا چې ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې ادعاوې بې معنی بللې نو ممکن دا اندیښنه ولري چې په دغه ډول یوه ګام سره به د خپل ګوند له خوا ټاکل شوي ولسمشر سره ښکاره دښمنۍ کې ښکېل شي.

ورځپاڼې دې خبرې ته هم اشاره کړې چې ښاغلي ټرمپ په خپلو کې څرګندونو داسې ښودلې چې غواړي د روسیې له ولسمشر سره اړیکي ښه کړي.

واشنګټن پوسټ:

بلې امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې چې عنوان یې دی(د امریکا په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه)

ورځپاڼه زیاتوي، چې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه به په هغو پریکړو کې جوته شي، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د اریکس ټیلرسن له ټاکلو به پیل شي.

ټیلرسن له ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکي لري او ویل کیږي چې ښاغلی ټرمپ غواړي هغه د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې له ښاغلي ټرمپ غوښتنه کړې چې دی باید په دې اړه د څیړنو ملاتړ وکړي، ځکه د ورځپاڼې په باور، دا یواځینۍ لار ده چې د ده پر ولسمشرۍ شته ګرد او غبار لرې کړي او که داسې ونه شي او شته پوښتنې ځواب نه شي نو د میلیونونه امریکایانو په ذهنونو کې به دا شک پیدا شي چې هغه خبرې چې ده به ویل په ټاکنو کې به درغلي وشي، رښتیا شي، او دا چې په واقعیت کې ټاکنو کې درغلي شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه هندی چارواکی پاکستان په هند کې په تاوتریخوالي تورنوي.

ایکسپرېس ټریبیون:

ایکسپرېس ټریبیون د هند او پاکستان د اړیکو په اړه یو مطلب خپور کړی او په کې د هند د کورنیو چارو د وزیر رجنت سینګ له قوله ویل شوي چې پاکستان هڅه کوي هندي ټولنه د مذهب له مخې وویشي او دغه ډول اختلافاتو ته په هند کې لمن ووهي.

هغه دغه راز ویلي چې د پاکستان د سیمه ییزې کړنلارې په اړه د شته ناهیلیو سره سره هند غواړي له پاکستان سره د سولې پربنسټ چلند وکړي.

برتانوۍ ورځپاڼې هغو هڅو ته کتنه کړې چې له مخې یې تمه کیږي چې له چلوونکي پرته د موټرو طرحه عملي شي.

ورځپاڼه وړاندوینه کوي چې یوه ورځ به راشي چې په ځینو ښارونو کې دغه ډول ډېر شمېر موټر ولیدل شي.

په یوه بل مطلب کې ورځپاڼه زیاتوي چې ازاد بازار ته لاسرسی د برتانیا د راتلونکې لپاره یعنې کله چې برتانیا له اروپايي ټولنې جلا شي، ډیر مهم دی.

ډان:

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په یوه تحلیلي مطلب کې د هند په امرتسر ښار کې د اسیا زړه په کانفرانس کې د پاکستان په اړه د هند او افغانستان د مشرانو څرګندونې سپکاوی بللی او زیاتوي چې د سرتاج عزیز په مشرۍ په دغه کانفرانس کې د پاکستان پلاوي ته په کار و چې د احتجاج په توګه د غونډې له تالار وتلی وای.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسیا زړه وروستی کانفرنس د افغان ولسمشر او هندي لومړي وزیر په مشرۍ تر سره شو.