ملګري ملتونه: د حلب په کورونو کې ښځې او ماشومان وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption له حلب تښتېدلو ځینې کسانو ته ویل شوي، چې پوځي خدمت وکړي.

ملګري ملتونه وايي حکومت پلوه ځواکونو په حلب کې کورونو ته له ننوتلو سره سم هغه کسان وژلي چې دننه ول. په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دې ادارې د انساني حقونو دفتر وايي، داسې کره اسناد یې ترلاسه کړي، چې ښيي په څلورو سیمو کې ۸۲ ولسي وګړي په ښکاره وژل شوي دي.

د حلب په پاتې کمه برخه چې یاغیان واکمن دي، لا هم ور سره په زرګونو ولسي وګړي کلابند او د حکومت پلوه ځواکونو له بمبار سره مخ دي.

ملګرو ملتونو او نړیوالې سرې میاشتې له سوریې او روسیې غوښتي چې بمبار ودروي ا و ولسي وګړي پرېږدي چې له دې سیمې ووځي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون "د ولسي وګړو په ضد د یو شمېر لویو بوږنوونکو پېښو رپوټونو " ته په اشارې د سوریې د حلب ښار په هکله اندېښنه ښودلې وه.

نوموړي په جګړه کې له ټولو ښکېلو لورو په تېره د سوریې له حکومت او د هغو له ملاتړو غوښتي چې د ولسي وګړو ساتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو سلاکار یان اګلنډ هم مخکې ویلي و، چې سوریه او روسیه به هغو بدو چارو ته "ځواب وايي " چې دولت ته ژمنو ځواکونو کړې دي.

په ورته مهال داسې رپوټونه دي چې د بشار اسد مخالفان د حلب له نورو شپږو سیمو هم وتلي دي او په دې ډول یې د دغه ښار خورا کمه برخه ( له لس سلنې کمه) په ولکه کې ده.

* د حلب جګړه او پر خلکو يې اغېز

* اسد: د حلب بری به د جګړې پای ته رسولو کې "ستر ګام" وي

د بانکي مون ویاند سټفن دوجاریک په یوه بیانیه کې ویلي: " د ملګرو ملتونو سرمنشي د هغو لویو بدو پېښو رپوټونو سخت اندېښمن کړی، چې په حلب کې په وروستیو ساعتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ولسي وګړو په ضد شوې دي".

"سره له دې چې ملګري ملتونه دا رپوټونه تاییدولی نه شي، خو سرمنشي خپله اندېښنه اړوند لورو ته لېږلې ده".

په بیانیه کې راغلي: "هغه د سوریې په چارو کې خپل ځانګړي استازي ته سپارښتنه کړې، چې دا مسله سملاسي له ښکېلو لورو سره شریکه کړي."

د سوریې حکومت او روسیې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملګري ملتونه له ښکېلو لورو د ولسي وګړو خوندیتوب غواړي

له بلې خوا په برتانیا کې د سوریې د انساني حقونو څار ډله(څارونکې ډله ) وايي، د سوریې پوځ د حلب پر ختیزه برخه د بشپړ واک ټینګولو په درشل کې دی.

د دې ادارې مدیر وویل: "د حلب جګړه پای ته نږدې کېږي او د ټول ښار د نیولو لپاره لږ وخت پاتې دی".

بستان القصر له شپږو یوه هغه مهمه سیمه وه چې د یاغیانو له لاس ووتله.

د سوریې د پوځ د ځايي امنیت د جرګه ګۍ قومندان جنرال زید صالح وايي، چې "وسلوال ډېر وخت نه لري باید یا تسلیم شي یا ووژل شي".

د سوریې دولتي تلوېزیون هم ویلي، چې "بری نږدې" دی او په حلب کې یې د خلکو د خوشالۍ انځورونه خپاره کړي دي.

* د حلب ماتې 'د اورپکو د ماتولو پای نه دی'

* اولاند: پر حلب د سوریې او روسیې بریدونه "جنګي جرم" دی

په ورته مهال د انساني حقونو فعالانو د حلب په ختیځ کې د پاتې ولسي وګړو پر وضعیت اندېښنه ښودلې.

اوس هم له یاغیانو سره په زرګونو ولسي وګړي د دغې سیمې په وړه برخه کې کلابند دي.

حلب چې د سوریې صنعتي مرکز بلل کېږي په ۲۰۱۲ کال کې په دوو برخو ووېشل شو. په ختیزه برخه یې یاغیان واکمن وو.

د حکومتي ځواکونو او ملاتړو لپاره یې په حلب کې بشپړ بری ډېر مهم دی، خو بیا هم د سوریې ډېرې برخې د مخالفانو په لاس کې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په حلب کې یاغیان اوس یواځې له لس سلنې په کمه برخه واکمن دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب