د سوریې په حلب کې جګړه پای ته ورسېده

د انځور حقوق AFP
Image caption له حلب د ولسي وګړو د وتلو برخلیک معلوم نه دی.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی ویتالي چورکین وایي، د سوریې د حلب ښار په ختیځ کې پوځي عملیات پای ته رسېدلي دي.

د هغه په خبره، د سوریې دولتي ځواکونو د دغې سیمې پاتې برخه هم له یاغیانو نیولې ده.

نوموړي دا هم وویل، چې د وسلوالو د وتلو لپاره تړون شوی دی.

په سیمه کې خبریالان هم وایي، چې په وروستیو ساعتونو کې دلته کومه جګړه یا بمبار نه دی لیدل شوی.

* د حلب جګړه او پر خلکو يې اغېز

* د حلب ماتې 'د اورپکو د ماتولو پای نه دی'

* حلب؛ 'د نړۍ تر ټولو ښایسته او په زړه پورې ښار'

دا تړون سې شنبه هغه مهال وشو چې د سوریې دولتي ځواکونه او ملګري یې د حلب په ختیزه برخه واکمنېدل.

د تړون له مخې، وسلوالو ته له حلب په امن وتلو اجازه ور کړل شوې، خو معلومه نه ده چې دا اجازه هغو ولسي وګړو ته هم شته چې په خپله خوښه له ښار وتل غواړي.

دا په داسې مهال ده چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویلي، د وسلوالو لپاره شوي تړون کې ولسي وګړي نه راځي.

هغه ټینګار وکړ "ولسي وګړي پاتېدلی او امن سیمو ته تللی شي". بیا یې زیاته کړه، "هغوی له انسان دوستانه مرستو کار اخیستلی شي چې هلته په پام کې نیول شوې دي، هیڅوک به یې زیانمن نه کړي".

له بلې خوا په وسلوالو پورې تړلې سرچینې باوري دي چې په دغه تړون کې له کلابندو سیمو د زرګونو ولسي وګړو وتل هم شامل دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ځینې خلک خوشالي کوي.

ملګرو ملتونو د حلب په کلابندو سیمو کې د ولسي وګړو پر وضعیت او د دوی د وژنې د شونتیا په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

د دې ادارې د انساني حقونو دفتر وايي، داسې کره اسناد یې ترلاسه کړي، چې ښيي د حکومت له خوا په څلورو نیول شویو سیمو کې دولتي ځواکونو ۸۲ ولسي وګړي وژلي او ممکن نور ولسي وګړي هم وژل شوي وي.

ملګرو ملتونو او امریکا ویلي، چې د سوریې حکومت او ملګري یې (روسیه او ایران) په حلب کې د هر ډول جنایت مسوول دي.

خو روسیې په حلب کې د ناوړه پېښو ادعاوې درواغ بللې دي.

په ورته مهال د حلب په ځینې سیمو کې د خلکو د خوښیو انځورونه خپاره شوي.

د بي بي سي د ډیپلوماټیکو او دفاعي چارو خبریال انټن مارکوس

په حلب کې د وسلوالو بشپړه ماتې د بشار اسد حکومت لپاره لویه تبلیغاتي بریا ده، چې اوس د هېواد نږدې ټول ډېر وګړي ښارونه کنټرولوي.

خو د حلب بریا- چې د سوریې مالي مرکز او تر ټولو ګڼ مېشتی ښار دی ـ د بشار اسد د حکومت لپاره لویه لاسته راوړنه ده.

د دې ښار نیول یواځې د اسد لپاره نه، بلکې د نوموړي د ملاتړو روسیې او ایران لپاره هم بری دی.

حلب ښایي د مسکو د ستراتیژیک شطرنج په مخ مهم ځای ونه لري، خو په دغه ځای کې د وسلوالو ماتې د اسد د بخت لپاره مهم بدلون دی.

د روسیې له پوځي لاسوهنې مخکې په دې جګړه کې بشار اسد بشپړ انډول له لاسه ور کړی و او پوځي قدرت یې د له منځه تللو په درشل کې و.

بهرنیو لوبغاړو د نوموړي حکومت ډېر پیاوړی کړ، چې ستراتیژیکې اړتیاوې او هیلې پوره کړي او دا هیلې په راتلونکو پېښو کې مهم رول لري.

د انځور حقوق AP
Image caption په حلب کې څلور کلنې جګړې دا ښار ډېر وران کړی دی.

ورته مطالب