"غني د دوستم ټاکنې سره پر بشري حقونو سياسي موخو ته لومړيتوب ورکړ"

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارګ وايي، د دوستم له خوا د اېشچي د وهلو دوسیه به وڅېړي.

امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغان ولسمشر پر مرستيال عبدالرشيد دوستم د هغه د يوه سياسي سيال له لوري د جنسي ځورونې او ربړونې تورونو ته کتنه کړې.

ورځپاڼه وايي، د افغان حکومت وياند هارون چخانسوري ويلي له قانون نه هېڅ څوک پورته نه دي او حکومت به دا مسله په جدي توگه وپلټي.

د بشري حقونو د څار ادارې لپاره د افغانستان د برخې څېړونکې پترېشيه گوسمن ورځپاڼې ته ويلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ٢٠١٤ م کال کې د خپل مرستيال په توگه د جنرال دوستم له ټاکنې سره هماغه تېروتنه وکړه چې له ٢٠٠١ م کال راهيسې يې پر افغانستان ناوړه اغېز پراېښى، يعنې پر بشري حقونو سياسي موخو ته لومړيتوب ورکول.

اغلې گوسمن زياتوي، ولسمشر غني د جنرال دوستم له مخينې خبر و او پر شته خطرونو هم پوهېده. پر هغه يې بښنه وغوښته خو حقيقت دا دى چې جنگسالاران په ټول افغانستان کې په پوره خونديتوب عمل کوي.

د ښاغلي دوستم دفتر د يوې وينا پاڼې په خپرولو د احمد اېشچي له لوري لگول شوي ټول تورونه رد کړي دي.

ایکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق .
Image caption د روسېې سفیر وايي دا د افغان څارګرې ادارې دنده ده چې معلومه کړي د داعش ملاتړ څوک کوي.

پاکستان چاپ ایکسپرېس ټريبيون ورځپانې د "روسيه داعش او افغانستان" تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې چې په اسلام اباد کې د څېړنې او امنيتي مطالعاتو خپلواک مرکز مشر "امتيازگل" له لوري ليکل شوې.

ليکوال په کابل کې طالبانو سره د اړيکو په تړاو د روسيې د سفير وروستيو څرگندونو ته اشاره کوي او وايي يوه لوړ پوړي افغان چارواکي د روسانو له لوري د طالبانو ملاتړ خطرناک ميلان بللى دى.

ليکوال زياتوي الکساندر مانتيتڅکي د افغانستان مشرانو جرگه کې هم حاضر شو او په ټينگه يې د خپل هېواد د دريځ دفاع وکړه.

هغه په مشرانو جرگه کې د استازو مخې ته مهمې پوښتنې کېښودې چې غوغايې را منځته کړه.

ښاغلي مانتيتڅکي جرگوالوته ته وويل دا د افغان څارگرې ادارې دنده ده چې ومومي په دغه هېواد کې څوک د داعش ملاتړ کوي، څوک يې په پيسو او وسلو سمبالوي.

په مطلب کې داسې پايله اخيستل شوې چې وروستۍ پرمختياوې د يوه نوي سيمه ييز نظم څرگندونه کوي چې روسيه، ايران، پاکستان او چين په کې ښکېل دي.

ډيلي مېل:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جرمني ته په ۲۰۱۵ کال کې د افغانانو په ګډون له یو میلیون ډېر کډوال لاړل.

بريتانيا چاپ ډيلي مېل ورځپاڼه وايي، جرمني له افغانستان سره د کډوالو د بېرته ستنولو د هوکړې له مخې ٥٠ افغان کډوال بېرته دغه هېواد ته ستنوي.

ورځپاڼې د شپيگل مجلې د رپوټ پر بنسټ ليکلي دغه کډوال چې د پناه غوښتنليکونه يې نه دي منل شوي نن بېرته افغانستان ته استول کېږي.

دا د کډوالو لومړنۍ ډله ده چې د يادې هوکړې له مخې به په زوره خپل هېواد ته ولېږل شي.