"پوتین خپله د امریکا ټاکنو کې د 'نفوذ' عملیاتو مشري کړې"

ولادیمیر پوتین د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا یوې عمده رسنۍ وایي؛ پوتین خپله د امریکا ټاکنو کې د "نفوذ" عملیاتو تر شا و

سپینه ماڼۍ وایي؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپله د هغو عملیاتو مشري کړې چې په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې د 'نفوذ' لپاره و.

روسیې دا څرګندونې خندوونکې بللې دي. د دغو ټاکنو ګټونکي ډونلډ ټرمپ وړاندې دا دریځونه سیاسي بللي و.

ښاغلي ټرمپ چې وروستیو ټاکنو کې یې د بارک اوباما د ګوند له کاندیدې سره سیالي کوله او هغې ته یې ماتې ورکړه، د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل: "که روسیه یا یو بل ځای، هک کړی، سپینې ماڼۍ د ګام پورته کولو لپاره ولې دومره صبر کړی؟ دا چې هیلېري کلنټن وبایلله اوس شکایتونه کوي؟"

ښاغلي ټرمپ چې تر راتلونکو څه کم پنځه اونیو کې یې د ولسمشر په توګه کار پيلېږي، وړاندې یې هم د روسیې د عملیاتو په تړاو راپورونه رد کړي و.

ساعت وروسته بارک اوباما له ان پي آر سره مرکه کې وویل: "په دې کې شک نشته چې کله یو بهرنی دولت هڅه وکړي زموږ د ټاکنو پر سموالي اغېز وکړي، باید ګام پورته کړو؛ موږ به دا کار وکړو، پر خپل وخت او ځای کې چې خپله پرېکړه وکړو."

+ امریکا 'ټاکنو کې نفوذ لپاره' رسما روسیه په سایبري بریدونو تورنه کړه

+ د کلنټن ایمیلونه: د اف بي آی رییس ښایي قانون نقض کړی وي

د ښاغلي اوباما ددې خبرې تر خپرېدو لږ څه وړاندې ان بي سي په یوه تازه راپور کې ولیکل چې د هغه د دولت چارواکي له وړاندې له دا ډول عملیاتو خبر و، خو د مېرمن کلنټن له بریالیتوب نه دومره ډاډمن و چې ویلي یې دي تر ټاکنو وړاندې د پرېکنده ګام پورته کولو لپاره اړتیا نشته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ چې د کار پیلولو ته یې له پنځو اونیو کمه موده پاتې دا ډول راپورونه سیاسي بولي

په دغه راپور کې چې د "روسیې له عملیاتو باخبره څو لوړپوړو چارواکو" پر خبرو یې استناد کړی او پرته له دې چې د هغوی نومونه واخلي راغلي؛ د بارک اوباما دولت دې پایلې ته رسېدلی و دا چې مېرمن کلنټن د بریالیتوب پر لور روانه ده، نو پکار نه ده امریکا په دې تړاو ځان له روسیې سره له یوې احتمالي سایبري جګړې سره مخامخ کړي.

د امریکا اوسني ولسمشر له ان پي آر سره مرکه کې ویلي؛ ډاډمن دی چې د "روسیې دې عملیات" پر وروستیو ټاکنو اغېز کړی دی.

بارک اوباما او د هغه ښځه میشل ټاکنو ته پاتې میاشتو کې په فعاله توګه د هیلېري کلنټن په ګټه او د ډونلډ ټرمپ پرضد تبلیغات وکړل او په دې ترڅ کې څو ایالتونو ته په سفر هم لاړل.

د انځور حقوق AP
Image caption د کلنټن په ګټه د بارک اوباما د تبلیغاتو یو پروګرام

د امریکا ان بي سي خبري شبکې د چهارشنبې په ورځ د لوړپوړو استخباراتي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې هغوی ډاډمن دي پوتین خپله د ډیموکرات ګوند او د هیلېري کلنټن ټاکنیز کمپاین د ایمیلونو هک کولو عملیاتو تر شا و او تر هغې وروسته یې ددغو معلوماتو د خپرولو او کارولو څرنګوالي لارښوونه کوله.

دا ډول تورونه چې هرځل مطرح شوي، روسې چارواکو رد کړي دي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي؛ د ان بي سي وروستی راپور "خندوونکي چټیاټ" دي.

د بارک اوباما سلاکار بن روډز پر دې خبرې تینګار سره چې ښاغلی پوتین د روسیې دولت پر اقداماتو دقیق کنټرول لري، دا تایید کړې چې د سپینې ماڼۍ له نظره ولادیمیر پوتین د امریکا ټاکنو کې د "نفوذ" له عملیاتو خبر و.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ هم ویلي؛ "په بشپړه توګه څرګنده" ده چې ښاغلی پوتین خبر و.

بن روډز په دې اړه وویل؛ "د روسیې د ادارې څرنګوالي په اړه چې څومره پوهېږو او دا چې پوتین څنګه د دولت کارونه مخته وړي، ښکاري کله چې د یوه عمده سایبري لاسوهنې خبره وي، موږ د حکومت لوړې کچې په اړه خبرې کوو."

د انځور حقوق AFP
Image caption د هیلېري کلنټن د کمپاین مشر جان پوډسټا ایمیلونه هک شول او معلوماتو یې په جزییاتو خپاره شول

کوم معلومات چې افشاګر ویبپاڼې ویکي لیکس د ډیموکرات ګوند هک شویو ایمیلونو په توګه خپاره کړل، دا یې ښوول چې د ګوند دننه د هیلېري کلنټن ګوندیز سیال برني سېنډرز څنګ ته کولو هڅې کېږي او د مېرمن کلنټن کمپاین لپاره ځینې تبلیغات هم پکې شامل و. ددغو معلوماتو خپرېدو، ددغه ګوند د ډېرو غړو د اعتراض لامل شو.

د ان بي سي راپور د امریکا دوو استخباراتي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي څرګند شوي وایي؛ د امریکا په ټاکنو کې "نفوذ" په پیل کې له هيلېري کلنټن نه د غچ اخستو سره پیل شوی، له دې هدف سره چې د امریکا سیاست له فساد سره ګډ وښيي او د واشنګټن او مهمو ملګرو ترمنځ یې نفاق واچوي.

مېرمن کلنټن په ۲۰۱۱ کال کې چې هغه مهال د بهرنیو چارو وزیره وه، د روسیې پارلماني ټاکنو روڼوالی تر پوښتنې لاندې راوست. دې دریځ ښاغلی پوتین غوسه کړ او ویې ویل چې کلنټن په څرګنده لارو کوڅو کې لاریون لپاره خلک هڅوي.

بي بي سي په خپلواک ډول ونشوای کولی د ان بي سي دا راپور تایید کړي.

داسې هېڅ مشخص شواهد د عامو خلکو په واک کې نه دي ورکړل شوي چې د ولادیمیر پوتین رول یا اطلاع لرل تایید کړي.

ورته مطالب