د حلب له ختیځ نه د ولسي وګړو لېږدولو لړۍ درول شوې

لږ ترلږه ۶۰۰۰ ولسي وګړي د حلب له ختیځ نه وتلي دي د انځور حقوق GEORGE OURFALIAN
Image caption لږ ترلږه ۶۰۰۰ ولسي وګړي د حلب له ختیځ نه وتلي دي

د سوریې حکومت ویلی؛ د حلب ښار تشول او د ښار له ختیځې څنډې د ولسي وګړو د ویستلو عملیات درولي دي. سوریه وایي؛ اورپکي د ښار په تشولو کې کړو ژمنو ته وفادار پاتې نشول.

د سوریي دولتي چارواکو ويلي؛ اورپکو نه دي پرېښي چې د دوو شیعه مېشتو ښارونو اوسېدونکي چې د بشار اسد ملاتړي دي ولېږدول شي.

د پنجشنبې په ورځ له ۶۰۰۰ ډېر کسان د حلب له ختیځ نه په بسونو کې بهر ولېږدول شول. د ملګرو ملتونو په وینا، اوسمهال لږ ترلږه ۵۰ زره کسان په ښار کې کلابند دي.

د سوريې پوځ د روسي ځواکونو په مرسته د حلب ختیځ نژدې ټولې سیمې له اورپکو بېرته نیولي دي چې له تېرو څلورو کلونو د هغوی په ولکه کې وې.

د حلب له ختیځ نه د ملکي وګړو د لېږدولو د درېدو لپاره بېلابېل دلایل مطرح شوي. د سوریې دولتي ټلویزیون وایي؛ اورپکو د حلب له ځینو محاصره شویو سیمو د وتلو پرمهال ځان سره بندیان وړي دي.

ځینو پوځي سرچینو خبر ورکړی چې ځینو کسانو د ولسي وګړو د لېږدولو لارې تړلي او ویلي یې دي چې ترڅو د دوو شیعه مېشتو سیمو فوعه او کفریا اوسېدونکي ونه ویستل شي، د ولسي وګړو د لېږد لړۍ به درېدلې وي.

فوعه او کفریا د بشار اسد د مخالفینو تر کنټرول لاندې دي.

+ 'د حلب ختیځې څنډې تشولو لپاره نوې هوکړه شوې'

+ د ملګرو ملتونو استازی: د حلب بهر به سوریه کې جګړه دوام ولري

اړونده مطالب

ورته مطالب