د يمن جګړه: بارک اوباما سعودي ته د ځينو وسلو خرڅلاو لغوه کړی
د يمن جګړه: بارک اوباما سعودي ته د ځينو وسلو خرڅلاو لغوه کړی
د امریکا ولسمشر اوباما سعودي ته د ځینو وسلو خرڅلاو لغوه کړی داسې اندېښنې شته چې د سعودي په مشری ايتلاف چې کومې هوايي بمبارۍ پر حوثي یاغیانو کوي په هغو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر مخ په لوړېدو دی.
په یمن کې د حوثي یاغیانو ملاتړ ایران کوي.
له دې پرېکړي سره هغه پلټنه هم پیل شوه چې د اکتوبر په مېاشت کې سعودي پر یوې جنازې بمبار کړی و په هغه برید کې ۱۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او له امریکایي وسلو په کې کار اخیستل شوی وو.