هېلیري کلنټن ټاکنو کې د ماتې مسوول روسیه وبلله

کلنټن د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر روسیې تور دی چې د ډیموکرات ګوند او د هیلیري کلنټن د یوه مهم ملاتړي ایمیلونه یې هک کړي

د امریکا په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند نوماندې هېلیري کلنټن په لومړي ځل د روسیې لخوا هک کول د خپلې ماتې لامل یاد کړ.

هغه د ګوند مالي ملاتړو ته خبرو کې وویل؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغې سره شخصي ستونزه لرله ځکه چې هغې پنځه کاله وړاندې د روسیې د پارلماني ټولټاکنو پرمهال د درغلیو خبره کړې وه.

مېرمن کلنټن وویل: "پوتین د خپلو خلکو د غوسې لپاره په څرګند ډول زه مجرمه وګڼلم. هغه مهال چې هغې څه وویل؛ او په دې ټاکنو کې چې څه هغه وکړل د دواړو ترمنځ مستقیمه اړیکه شته."

پر روسیې تور دی چې د امریکا ډیموکرات ګوند او د هېلیري کلنټن د یوه مهم ملګري ایمیلونه یې هک کړي، خو روسیې تل دا تورونه رد کړي دي.

هېلیري کلنټن وویل؛ "دا یوازې پر ما او زما پر ټاکنیز کمپاین برید نه دی. دا زموږ پر هېواد برید دی. دا زموږ د جمهورییت د سلامتۍ او زموږ د هېواد د ساتنې اړوند خبره ده."

هېلیري کلنټن د اف بي آی رییس جمیز کومي لخوا د خپاره شوي لیک یادونه هم وکړه چې په هغې کې نوموړي هغې کې په مهمو ایالتونو کې په لنډ توپیر د بایللو خبره کړې وه.

+ هېلیري کلنټن اف بي آی ټاکنو کې د خپلې ماتې لامل وباله

+ اوباما: پوتین ته مې د امریکا ټاکنو کې د لاسوهنې خبرداری ورکړی و

په ورته وخت کې اف بي آی د سي آی اې لخوا د روسیې د لاسوهنې د اټکل ملاتړ کړی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د روسیې ولسمشر ویلي؛ امریکا باید د خپلو تورونو سند وړاندې کړي

د سي آی اې رییس جان برېنن په یوه لیک کې چې کارکوونکو ته یې استولی وویل؛ هغه له کومي او د ملي امنیت رییس جیمز کلیپر سره کتلي او "زموږ ترمنځ ولسمشریزو ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنې په تړاو یوه خوله وو."

بلخوا د امریکا ولسمشر بارک اوباما په خپل وروستي خبري کنفرانس کې د هک کولو تورونو په تړاو له خپلو اقداماتو دفاع وکړه.

اوباما وویل؛ هغه مهال دوی د هک کولو د کوم هدف خبره ونه کړه ترڅو پر ټاکنو اغېز ونه کړي.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې په سایبري بریدونو کې ولسمشر ولادیمیر پوتین ښکېل دی.

اوباما وویل؛ په سپتمبر میاشت کې د یوه کنفرانس پرمهال هغه پوتین سره خبرې کړې وې او هغه ته یې د دغو هک کولو د بندولو خبره کړې وه.

د ټاکنیزو کمپاین د مهمې مودې پرمهال د ایمیلونو افشا کېدو له امله د امریکا ډیموکرات ګوند له سختو ستونزو سره مخ شو.

+ "پوتین خپله د امریکا ټاکنو کې د 'نفوذ' عملیاتو مشري کړې"

سي آی اې وایي؛ د روسیې هدف دا و چې په ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند کاندید ډونلډ ټرمپ په ملاتړ عمل وکړي، خو په دې اړه تراوسه په عام ډول کوم اسناد نه دي وړاندې شوي.

ټرمپ دا ادعاوې خندوونکې او سیاسي دریځونه بللي او رد کړي دي.

کومي د ولسمشریزو ټاکنو ۱۱ ورځې وړاندې د هېلیري کلنټن اړوند نورو ایمیلونو خبره راپورته کړې وه. تر ټاکنو دوه ورځې وړاندې دا قضیه پرته له دې چې پر کلنټن کوم تور ولګول شي، بېرته وتړل شوه.

تردې وړاندې اف بي آی ویلي و چې د بهرنیو چارو وزارت پرمهال هېلیري کلنټن د ایمیلونو په برخه کې د شخصي سرور کارولو کې ډېر ناپامي کړې ده، خو هغه په رسمي ډول له قانون نه پر سرغړونې تورنه نه شوه.