حلب کې د محاصره شویو کسانو ایستلو لپاره یوه نوې هوکړه شوې

د انځور حقوق EPA
Image caption خیریه کارکونکي وايي، د ماشومانو په ګډون لا هم ګڼ شمېر ملکي کسان په جګړو کې ایسار پاتې دي

سوریې کې حکومت او مخالفان یې وايي، جګړو کې د محاصره شویو کسانو ایستلو لپاره یوه نوې هوکړه شوې.

دې وروستیو اوونیو کې د حلب ښار ختیځ کې د حکومتي ځواکونو له پرلپسې پرمختګ وروسته زرګونه ملکي خلک او وسله وال یاغیان دلته محاصره شوي وو، چې اوس یې د خوندي وتلو تمه پیدا شوې.

د پنجشنبې په ورځ له یوه نازک اوربند وروسته نژدې ۶۰۰۰ کسان وتوانیدل له سیمې ووځي، خو یوه ورځ وروسته دغه لړۍ په ټپه ودریده. د هوکړې له اعلانه څو ساعته وروسته د خیریه موسسو کارکونکوهم د فعالیتونو بیا پیلولو انتظار کاوه.

ویل کېږي د دغې هوکړې پر بنسټ به د ختیځ حلب تر څنګ د یاغیانو تر ولکې لاندې دوو ښارګوټو او دغه راز د حکومت تر واک لاندې دوو ښارګوټو نه هم د خلکو وتلو ته اجازه ورکړل شي.

د جمعې په سهار هغه وخت د خلکو وتلو لړۍ په ټپه ودرېده، چې حکومت پر یاغیانو او یاغیانو پر حکومت تور پورې کړ، چې د وتونکو خلکو پر کاروانونو یې ډزې وکړې.

د اوونۍ پای کې به ملګري ملتونو د فرانسې هغه وړاندیز په اړه رایې ورکړې، چې وايي دغه فعالیتونه باید د نړیوالو څارونکو له لوري وڅارل شي، حلب ته بشري مرستې ورسیږي او روغتونونه باید خوندي وساتل شي.

خبریالان وايي، په سخته یخنۍ کې زرګونه وږي ملکي خلک د حلب ختیځ کې ایسار پاتې دي، چې د بشارالاسد حکومت د مخالفو یاغیانو په ولکه کې دی. بل لور ته د نړیوال سره صلیب چارواکو له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د ملکي خلکو د خوندي وتلو تضمین وکړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption روسي پوځیانو د محاصره کسانو وتلو په تنظیم کې مرسته کړې

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د جمعې پر ورځ د سوریې پر ولسمشر بشارالاسد او د هغه پر متحدینو روسیې او ایران د ' ظلمونو ' تور پورې کړی او وايي، نړۍ د ' وحشتناک حالت پر وړاندې یو موټی ده '

د شنبې پر ورځ یو شمېر حکومتي او د مخالفانو سرچینو د نوې هوکړې په اړه وویل چې له مخې به یې د حلب له ختیځې برخې د ملکي کسانو د وتلو لړۍ روانه وي.

دغه راز به د ادلیب له فوحا او کیفرایا ښارګوټو، چې ډېری اوسېدونکی یې شیعه ګان دي او حکومت مخالفو یاغیانو محاصره کړي دي، د ' بشري قضیو ' سره مخامخ کسانو وتلو ته اجازه ورکول کېږي.

دغه راز به د لبنان پولې ته له څېرمه پرتو ښارګوټو مدایا او زبداني نه چې حکومتي ځواکونو محاصره کړي، د ټپي کسانو وتلو ته اجازه ورکول کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې له ادلیب نه د ملکي خلکو وتلو اجازه له حلب نه د وتلو اجازې ورکړې لپاره یو مهم شرط دی.

سوریې کې د بشري حقونو څار ډله وايي، تمه کېږي له فوحا او کیفرایا ښارګوټو نه، چې د اوسېدونکو شمېر یې ۲۰ زره کسانو ته رسېږي د ملکي خلکو وتلو لړۍ به د شنبې پر ورځ پیل شي.

بل لور ته د سوریې دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې له ادلیب نه د ملکي خلکو وتلو اجازه له حلب نه د وتلو اجازې ورکړې لپاره یو مهم شرط دی.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د سوریې حکومت پلوي لبناني ملېشه ډلې حزب الله له قوله ویل شوي، چې دواړو ښارګوټو ته د ملکي کسانو ایستلو لپاره بسونه پر لاره دي.