'د روسي سفیر وژنه د ناوړه پېښو لړۍ وروستۍ کړۍ ده'

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلی کارلوف د پخواني شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزارت کې هم بېلابېلې دندې مخته وړې دي او له روسیې بهر یې هم ماموریت کړی دی.

ترکيه کې د روسيې سفير د ډزو له امله ووژل شو

واشنګټن پوسټ

امریکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په ترکیه کې د روسیې د سفیر د وژنې په اړه یوه مطلب کې لیکي چې دا په تېرو کلونو میاشتو کې په ترکیه کې د ناوړه پېښو د لړۍ وروستۍ کړۍ ده، خو د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان توانېدلی چې د ناټو سازمان د یوه غړي هېواد او د امریکا د نژدې ملګري په توګه له دغو ستونزو بریالی راووځي.

ورځپاڼه زیاتوي، له دغو ستونزو سره - سره، ښاغلی اردوغان توانېدلی چې په ترکیه کې د خپل واک رېښې وغځوي.

ازویستیا

روسۍ ورځپاڼې ازویستیا رپوټ ورکړی چې د روسیې سمندري ځواکونو ته به په نژدې راتلونکې داسې سمندري ډرون وسپارل شي چې د سمندرونو په تل کې کشفي دندې ترسره کړي.

ورځپاڼه زیاتوي دغه روبوټونه داسې عیار شوي چې د نهه میاشتو لپاره په پرله پسې توګه کار کوي او په دې موده کې د انرژۍ نوي کولو ته اړتیا نه لري.

ورځپاڼه زیاتوي، دغه روبوټ به په پوځي او ملکي برخو کې وکارول شي. د ورځپاڼې درپوټ له مخې نوی ربوټ اوس د روسیې سمندري ځواک په یوه بېړۍ کې په ازمایښتې پړاو کې دی.

ګارډین

بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د اقلیمي بدلون په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د ځمکې په قطبونو کې کنګلونو ویلي کیدل د ځمکې د تودوخې درجې له لوړیدو مستقیماً اړیکې لري، چې له امله یې د شمالي امریکا او اروپا په ځینو هېوادونو کې د اوسېدونکو ژوند اغېزمنوي.

ورځپاڼه د چاپېریال ساتنې د کارپوهانو په حواله زیاتوي چې د کنګلونو ویلې کیدل به د ځمکې هوا په ناڅاپي توګه بدله کړي او په ځینو داسې سیمو کې چې ډیرې ګڼ میشتې د تودوخې درجه ډیره لوړه شي.

انډیپنډنټ

د انځور حقوق AFP
Image caption په رپوټ کې ویل شوي چې دغه ډله په لندن کې د مشهور ساعت بیګ بن او په پاریس کې د ایفل برج په نښه کولو لپاره طرحې لري.

بریتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډنټ په اروپا کې د ترهګریزو بریدونو په اړه یوه راپور کې ویلي چې (اسلامي دولت) نومې ډله د ماشومانو مغزونه مینځي او له ذهني پلوه یې د خپلې لارې ملګري کوي.

په رپوټ کې ویل شوي چې دغه ډله په لندن کې د مشهور ساعت بیګ بن او په پاریس کې د ایفل برج په نښه کولو لپاره طرحې لري.

په رپوټ کې د چارواکو په حواله ویل شوي چې د جهادي ډلو ځانګړي کاریالونه (اپلیکیشنونه) تاوتریخوالي ته د ماشومانو هڅوونکي په لاس ورکوي او هغو ځوانانو ته چې د اروپا په مهمو ځایونو کې بریدونو ته لېواله وي، جایزې ورکوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب