بریتانیا کې د ځانوژنې کچه لوړه شوې

د انځور حقوق Wales News Service
Image caption په تېر ۲۰۱۵ کال انګلستان کې لږترلږه ۴۸۲۰ کسانو ځانونه وژلي وو، خو په ټوله بریتانیا کې د ټول ټال ځان وژونکو شمېر ۶۱۸۸ ته رسېده.

د بریتانیا روغتیايي جرګه ګۍ په یوه راپور کې ویل شوي، چې په "نه منونکي ډول" په انګلستان کې ځانوژنو ته د وګړو مخه کول ډېر شوي دي.

دغه جرګه ګۍ چې د پارلمان له غړو هم جوړه شوې، پر حکومت فشار راوړی چې راتلونکی کال د ځانوژنې د مخنیوي لپاره نوی او اغېزناکه پلان جوړ کړي.

په تېر ۲۰۱۵ کال انګلستان کې لږترلږه ۴۸۲۰ کسانو ځانونه وژلي وو، خو په ټوله بریتانیا کې د ټول ټال ځان وژونکو شمېر ۶۱۸۸ ته رسېده.

یاده جرګه ګۍ زیاتوي، له هغو کسانو سره باید مرسته وشي چې د ځانوژنې عمل ته مخه کوي.

یوې بورې مور یادې جرګې ته ویلي: "زوی مې له ملاتړه ګټه وانه شوای اخیستی، دغو خدمتونو ته لاسرسی ګران دی."

''افغانستان کې ۲۰۱۶ کال کې زرګونو کسانو د ځانوژنې هڅه کړې''

روغتیايي ستونزې او د ازموینې فشار د ځانوژنې لوی لاملونه

۱۳ کاله وړاندې مارک شریک خپل ځان وواژه. مور یې وايي هېڅ داسې نښه یې ونه لیده چې ګني هغه به ځانوژنه کوي:

"یوه دقیقه تاسو له هغه سره خبرې کولای شئ، خو بله دقیقه بیا د خبرو شونتیا نه شته."

د وژل شوي زلمي مور انګیلا ساماتا دا مهال د یوې ملي خیریه ټولنې مشره ده چې د ځانوژونکو له خپلوانو سره همکاري کوي.

راپور وايي، ډاکټران نورو داسې اضافي کړنو ته اړتیا لري چې ځانوژنو ته لمسول شوي کسان له مرګه وژغوري.

د یادې جرګه ګۍ مشره ساره ولاسټون وايي: "تېر کال انګلستان د ۴۸۲۰ کسانو د ځانوژنې شاهد و، خو ښايي ریښتینې شمېره تر دې هم لوړه وي."

د انځور حقوق .
Image caption د وژل شوي زلمي مور انګیلا ساماتا دا مهال د یوې ملي خیریه ټولنې مشره ده چې د ځانوژونکو له خپلوانو سره همکاري کوي.

"ځانوژنه ممنوع ده، باید د هغو کسانو لا ډېر ملاتړ او د دې عمل د مخنیوي لا ډېره هڅه وشي چې دې کار ته زړه ښه کوي."

د بریتانیا حکومت د ځانوژنې د مخنیوي پر هغې تګلارې بیا کتنه کوي، چې په پام کې ده راتلونکې جنورۍ به خپره شي.

د بریتانیا د روغتیا وزارت ویاندې ویلي: "هره ځانوژونکې پېښه یوه غمیزه ګڼو او د کورنۍ، ملګرو او ټولنې د ویجاړۍ لامل یې بولو."

کاناډا محکمې د ډاکټر په مرسته د ځانوژنې اجازه ورکړه

اړونده مطالب