د هند یوه لوبغاړي په ازمېښت لوبه کې ۳۰۳ منډې جوړې کړې

د انځور حقوق .
Image caption دا لومړی ځل دی چې برتانیا کریکټ لوبډله له دومره لوی هدف سره مخ کېږي.

د هند کریکټ لوبډلې یوه لوبغاړي د برتانیا سیالې کرکټ لوبډلې سره په وروستۍ ازمېښت لوبه (ټېسټ مېچ) کې تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

دا لومړی ځل دی چې هند په ورته سیالیو کې سیالې لوبډلې ته دومره لوی هدف ټاکي.

دوی په خپله پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۷۵۹ منډې جوړې کړې او دا د برتانوۍ لوبډلې په مقابل کې تر ټولو ډېرې منډې دي.

په چینايي کې د دې ازمېښت لوبو په څلورمه ورځ په پایلوبه کې تر ټولو ډېرې منډې کارون نایر وکړې.

نوموړي د دې ازمېښت لوبو په دریمه سیالۍ کې ۳۰۳ منډې جوړې، خو ونه سوځېد.

* هرات کې کریکټ لوبه مخ پر ودې ده

* د کندوز زیانمنو شویو لپاره د کریکټ 'خیریه سیالي' کېږي

نایر د هند دویم لوبغاړی دی چې درې سلیزې جوړوي.

اوس برتانیا ته پکار دي چې له ماتې د ځان ژغورلو لپاره ټوله ورځ لوبه وکړي.

په دې پنځو ازمېښتو لوبو کې هند درې د صفر په مقابل کې بری لري.

د انځور حقوق AP
Image caption دا ازمېښت لوبه د هند په چیناي ښار وشوه.