سوري پوځ مخالفانو ته له حلبه د وتلو خبرداری ورکړی

د انځور حقوق AFP
Image caption د مخالفو وسله والو له واک لاندې سیمو نه ولسي وګړي او وسله والو د حلب ختیځ ته لېږدول کېږي

د سوریې حلب ښار له ختیځه له تېرو څو ورځو راهیسې د ولسي وګړو د ایستلو لړۍ دوام لري. د سوریې پوځ مخالفو وسله والو ته خبرداری ورکړی چې د حلب له ختیځه ووځي.

اوس پوځ د ټول حلب نیولو لپاره چمتووالی نیسي.

له ختیځ حلبه د ایستلو لړۍ بیا پیل شوه

حلب کې د محاصره شویو کسانو ایستلو لپاره یوه نوې هوکړه شوې

رپوټونه وايي، سوري ځواکونو په لاسپیکرونو کې ځینې پیغامونه خپاره کړي چې وايي د حلب ښار پر هغو ختیځو سیمو به بریدونه وکړي چې لاهم د مخالفو وسله والو په لاس کې دي.

د مخالفو وسله والو یوه چارواکي ویلي، وسله وال به یې له ختیځ حلبه تر هغو ونه وځي، چې له ښاره ټول لسي وګړي وتلي نه وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې حکومت د ټول حلب نیولو لپاره چمتووالی نیسي
د انځور حقوق AFP
Image caption د دغې مېرمنې په ګډون څو سوه وګړي له دوو شیعه مېشتو سیمو رایستل شوي دي

سور صلیب وايي، د تېرې اونۍ اوربند له مهاله له ختیځ حلبه شاوخوا ۲۵ زره ولسي وګړي ایستل شوي.

خو تر اوسه معلومات نه شته چې هلته نور څومره وګړي بند پاتې دي، سوریې ته د نړیوالې ټولنې ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، ختیځ حلب کې د پاتې ولسي وګړو شمېر شاوخهوا ۴۰ زره او د وسله والو شمېر نژدې ۱۰ زره دی.

د حلب له ختیځ نه د ولسي وګړو لېږدولو لړۍ درول شوې

پر همدې مهال، په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو استازي د ولسي وګړو د وضعیت څارو په پار ختیځ حلب ته واستول شي.

فرانس پرېس خبري اژانس د سوریې د یوې پوځي سرچینې له خولې ویلي، په پام کې ده چې پوځ د ښار پر ختیځه برخه برید وکړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بشارالاسد یو ملاتړی وسله والو د حلب له ختیځه د بسونو د وتلو تماشا کوي (دسمبر ۱۵مه)

رویټرز خبري اژانس ویلي، د لبنان حزب الله ډلې پوځي مطبوعاتي څانګې، چې د سوري ځواکونو ترڅنګ جنګېږي، ویلي د سې شنبې پر ګهیځ له فوعة او کفریا سیمو اته نور بسونه، چې ولسي وګړي پکې سپاره وو، وتلي دي.

په سیاسي ډګر کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف مسکو کې د ترکیې او ایران د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د سوریې په تړاو خبرې کړې دي.

دا ناسته یوه ورځ وروسته تر هغه شوې، چې د ترکیې انقره کې د روسیې سفیر په ډزو ووژل شو.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
وتلو ته د انتظار شېبې

ورته مطالب