د برلین د برید شکمن کس
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د برلین د برید شکمن کس

له جرمني رپوټونه وايي پولیس په یوه ټونیسي پسې ګرځي. د دې سړي د پېژندګلوۍ کارډ په هغه لارۍ کې موندل شوی دی چې د برلین پر یوه کرېسمېس بازار ور وستل شو او ۱۲ کسان یې ووژل. یو بل سند هم موندلی شوی چې ښيي دغه سړی حق لري د لنډ وخت لپاره په جرمني کې د پنا غوښتوونکي په ډول و اوسېږي.

دې برید په دغه هېواد کې ښي اړخو ډلو ته نوې وسله په لاس ورکړې ده, هغوی کډوالو سره د انګېلا مېرکل د پرانیستې دروازې پر چلند نیوکې کوي.