د یوټیوب ستوری ادم صالح له لندنه نیویارک ته له الوتکې ایستل شوی

د انځور حقوق ADAM SALEH
Image caption د الوتنې یوه مسافر ویلي د ادم صالح په شتون کې د ناامنۍ احساس کوي

د یوټیوب یوه مشهور ستوري ادم صالح بي بي سي ته ویلي، وروسته له هغه له لندن نه نیویارک ته د دلتا هوايي شرکت له الوتنې پاتې کړل شو، چې له خپلې مور سره یې تیلیفون کې عربي خبرې وکړې.

ددغې الوتنې یوه مسافر ویلي، د هغه له حضور نه یې د ناامنۍ احساس وکړ.

دلتا هوايي شرکت منلې ده چې دوه مسافر یې د "مزاحمت" کولو له کبله پاتې شوي، خو ټینګار یې دا دی چې ددغه راپور په اړه به پلټنه کوي.

پېښه داسې مهال رامنځ ته شوه، چې د دلتا هوايي شرکت الوتکه هیترو هوايي ډګر کې الوتنې ته نژدې وه چې وايي د ښاغلي صالح په ګډون د هغه یو بل ملګری هم په دې پېښه کې ښکېل و.

ښاغلي صالح ویلي، یوې ښځې چیغې کړې چې ګني د ناامنۍ احساس کوي".

ادم صالح د رامنځ ته شوې لانجې فلم اخیستی او انځورونه یې خپاره کړي دي.

دلتا هوايي شرکت پر خپلې وېبپاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې "تر ۲۰ ډېرو مسافرو وویل چې د ناامنۍ احساس کوي. روښانه نه وه چې هغه په عربي ژبه خبرې کولې او هدف یې څه و".

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ادم صالح وايي د دلتا هوايي شرکت له الوتکې راکوز کړل شوی

دغه شرکت دا هم ویلي چې "موږ د تبعیض تور جدي نیسو او زموږ کلتور دا تقاضا لري چې نورو ته درناوی وکړو".

ښاغلي صالح له الوتکې نه تر ایستل کېدو وروسته ویلي، په یوه بله الوتنه کې یې نیویارک ته سفر کړی دی:

"له الوتکې نه تر ایستل کېدو وروسته ما ته وویل شول چې د ایستلو لامل دې په لوړ غږ خبرې کول وو، یوڅوک په لوړ غږ د خبرو کولو له کبله له الوتکې نه ایستل کېږي".

ښاغلی صالح پر یوټیوب وېبپاڼې د خپلو خنداورو او له ملنډو ډکو وېډیوګانو په خپرولو مشهور دی.

دلتا الوتنه کې د هغه په لاس اخیستل شو وېډیو ۱۲۰ زره ځله پر ټویټر لاس په لاس شوې او خپره شوې ده او پر فیسبوک تر تر پنځو میلیونو ډېر ځلې کتل شو ده.

د انځور حقوق SCREEN GRAB
Image caption پر یوټیوب د ادم صالح پخوانۍ غوره پخوانۍ وېډیوګانې