هند پاکستان ته د تلونکو اوبو د ډېر کارولو هڅې چټکې کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستاني چارواکي د هند دا ګام د سیند طاس تړون خلاف ورزي بولي.

هند د پاکستان له اندېښنو سره سره د لوېدیزو سیندونو له اوبو د ډېر کار اخیستلو هڅې چټکې کړې دي.

لوړپوړو هندي چارواکو بي بي سي ته ویلي، نوي ډېلي د سند سیند او د هغه د لوېدیزو مرستیالو سیندونو د اوبو د ډېر کارونګ هڅې چټکې کړې دي.

د تېر نومبر پر ۲۶ د هند لومړي وزیر ویلي و، چې پاکستان ته تلونکې څاڅکی څاڅکی اوبه به وګرځوي او پر مټ به یې د خپل هېواد د اړمنو کرونګرو د اوبو ستونزه اواره کړي.

* هند بلوچۍ وېبپاڼه او موبایل اېپ پیل کړل

* نرېندرا مودي: اوبه او وینې یو ځای نه شي بهیدای

* د جامو له خولو اوبه ويستونکي ماشين کار پيل کړ

درې سیندونه (سیند، چناب او جیلم) د هند تر واک لاندې کشمیر سرچینه اخلي، خو د سیند طاس تړون له مخې یې ډېرې اوبه د پاکستان ملکیت دي.

هندي چارواکي وايي، په راتلونکو څو کلونو کې د اوبو د ډېر کارولو لپاره، ډېرې اوبه زېرمه کوي او نهرونه ورته جوړولي.

کارپوهان وايي، د نوي ډېلي دغه ګام به د پاکستان سختې اندېښنې وپاروي، چې لا د مخه هم په دغه برخه کې اندېښمن دی.

د پاکستان له لوري پر سیند د دوو برېښنابندونو له پروژې هند خپله اندېښنه ښودلې، خو پاکستان بیا دا اندېښمنوونکې بولي چې نوی ډېلی له سیند طاس تړون په سرغړونې سره له ټاکلې اندازې ډېرې اوبه ګرځول غواړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لسګونو میلیونو پاکستانیانو ژوند پر هغو اوبو ولاړ دی چې له هند سرچینه اخلي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي چې سیند طاس تړون د پاکستان او هند ترمنځ په خوښه شوی دی او یو هېواد یې په یو لوریز ډول ماتولی نه شي.

ویل کېږي چې د پاکستان د لسګونو میلیونو خلکو ژوند د سیند سیند او د هغه مرستیالو سیندونو پر اوبو ولاړ دی.

خو د هند چارواکي وايي، چې د اوبو د ډېر کارونګ هڅې یې د سیند طاس تړون د اصولو په رڼا کې دي او د دې تړون له مخې د هند په ملکیت کې اوبه کارول غواړي.

سیند طاس تړون پر ۱۹۶۰ کال شوی چې له مخې یې هند ته د ختیزو سیندونو ستلج، راوي او بیاس او پاکستان ته د لوېدیزو سیندونو جیلم، چناب او سیند سیند د اوبو کارولو حق ور کړل شوی دی.

د نړۍ د اوبو وېش تړونونو کې سیند طاس تړون خورا ښه بېلګه بلل کېږي.

* ټایمز اف انډیا: هند د پاکستان د ګوښه کولو هڅې جاري ساتي

* "کرزي د بلوچستان په اړه د مودي د څرګندونو ملاتړ کړی"

* د هند دفاع وزیر پر دښمن د اټومي برید د لومړي کولو پالیسي غواړي

د هند او پاکستان ترمنځ د بیا بیا سیاسي ناندریو له رامنځ ته کېدلو سره سره یو هېواد هم د دې تړون د خمتولو خبره نه وه کړې.

خو د هندي کشمیر په اوړي کې پر پوځي مرکز له برید وروسته نوی ډېلی پر دغه تړون بیا کتنه غواړي.

په هغه برید کې د هند ۱۹ پوځیان ووژل شول.

د ډیسمبر پر ۱۳ د نړیوال بانک مشر د سیند طاس تړون د جنجال اوارولو لپاره د بې پلوه کارپوهانو د منځګړتوب محکمې جوړول وځنډول او پاکستان او هند ته یې تر جنورۍ وخت ور کړ.

جیم یانګ کېنګ وايي، دا پرېکړه یې ځکه کړې چې دواړه هېوادونه په خپلو کې د دې ستونزې د اوارولو هڅه وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نړیوال بانک پاکستان او هند ته تر جنورۍ پورې وخت ور کړی چې دغه ستونزه په خپل منځ کې سره اواره کړي.

ورته مطالب