سوریه کې د ترکیې هوایي بریدونو 'درنه ولسي مرګژوبله اړولې'

د ترکیي جنگی الوتکه د انځور حقوق AP
Image caption ویل کېږي چې د سوریې په شمال کې د ترکیې هوایي بریدونو ولسي وګړو ته سخته مرګ ژوبله اړولې ده

د ځینو راپورونو له مخې؛ د سوریې په شمال کې د ترکیې د هوایي بریدونو په پایله کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې. د یوه بل خبر له مخې؛ انقرې تراوسه د داعش لخوا د ترکیې دوو نیول شویو پوځیانو ژوندي سوځولو ویډیو په تړاو غبرګون نه دی ښوولی.

نن سهار (جمعه، دسمبر ۲۳مه) د سوریې د بشري حقونو ډلې راپور ورکړ چې د سوریې په شمال کې پ الباب ښار کې پر ځینو سیمو د ترکیې هوایي ځواکونو بریدونه چې تېره ورځ پیل شوي، لا هم روان دي.

ددغې ډلې په وینا، د تېرې ورځې په هوایي بریدونو کې د ۲۱ ماشومانو په ګډون ۷۲ ولسي وګړي وژل شوي او د جمعې په ورځ د عملیاتو په دوام کې، تراوسه ۱۶ ولسي وګړي چې درې یې ماشومان دي وژل شوي. په دې توګه د ټولو تلفاتو شمېره تراوسه ۸۸ تنو ته رسېږي.

سوریه کې د بشري حقونو څارونکې ډلې ددغو بریدونو په پایله کې داعش ډلې ته د اوښتې مرګژوبلې او زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

ددغه راپور له مخې؛ د تېر کال له اوړي راهیسې دا د سوریې په شمال کې د ترکیې د عملیاتو له پیله ترټولو سخت بریدونه و چې پرون او نن ترسره شوي. د الباب ښار د ترکیې د پولې په شاوخوا ۲۵ کیلیومترۍ کې پروت دی او په وروستیو اونیو کې د ترکیې پوځ او د ترکیې ملاتړي وسله وال هڅه کوي دغه ښار ونیسي.

+ له داعش سره جګړه: ۱۴ ترکي پوځيان وژل شوي

په دغه ښار کې د ترکیې دولتي سرتېرو او اسلامي اورپکو ترمنځ جګړه کې ۱۶ کسان ووژل شول او د ترکیې پوځ اعلان وکړ چې د هغوی د وژل کېدو "غچ" به اخلي.

د سوریې په شمال کې د ترکیي پلوي وسله والو په ملاتړ د ترکیې پوځي عملیات د روان کال په اګست میاشت کې پیل شول او هدف یې دا دی چې د سوریې په خاوره کې سرحدي سیمو نه د داعش او د ترکیې دولت مخالف وسله وال وباسي.

د ترکیې هوایي ځواکونه په سوریه کې د خپلو ځمکنیو قواوو په ملاتړ منظم عملیات کوي، خو د ترکیې چارواکو ویلي؛ خپل ټول توان کاروي چې ولسي وګړي زیانمن نشي.

ورته وخت کې د داعش وبسایټ اړوند وبسایټ کې یوه ویډیو خپره شوې چې ددې ډلې په وینا د دوو ترکیه ای اسیرانو ژوندي سوځول ښيي. په دغه ویډیو کې دوه کسان چې لاسونه یې په ځنځیرونو تړلي له قفسونو ایستل کېږي او ځینې کسان پرې تر تېل اړولو وروسته اور لګوي.

+ ترکیې سوریه کې د داعش او کردانو مرکزونه بمبار کړي

+ ترکیې د سوریې له جرابلسه د "داعش" شړلو پوځي عملیات پیل کړي

د ترکیې دولتي سرچینو تراوسه ددې ویډیو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ټاکل شوې تر څو ساعتونو پورې د ترکیې دولت ویاند د سوریې په شمال کې د روانو عملیاتو په اړه خبرپاڼه خپره کړي. احتمال لري چې په دې خبرپاڼه کې د خپرې شوې ویډیو په اړه د ترکیې پوځ اروزنې هم خپرې شي.

تېره ورځ د ترکیې دفاع وزیر ددغه هېواد پارلمان کې وویل؛ د سوریې په شمال کې د ترکیې پوځ د عملیاتو له پیله تراوسه ددغه هېواد ۳۵ پوځیان وژل شوي. هغه زیاته کړه؛ په مقابل کې، دې عملیاتو د اسلام دولت نومې ډلې د ۱۰۰۵ اورپکو "توان شنډ کړی" دی

اړونده مطالب

ورته مطالب