هند: بېوزله مېرمنې د مېړه مړی په اورګاډي کې پرې ایښی

د انځور حقوق SANDEEP SAHU
Image caption سروجنې له اندراپردېش نه خپل کلي رایپور ته له رنځور میړه سره پر لاره وه

د هند اړیسه ایالت کې یوې مېرمنې د پېسو نه درلودو له کبله د میړه مړی په اورګاډي کې پرې ایښی.

سروجنې نومې ښځه له خپله ناروغ میړه جوګل سره د اندهراپردېش ایالت نه رایپور کې خپل کور ته پر لار وه، چې میړه یې په اورګاډي کې ومړ. نوموړې یوه ځايي خبریال سندیپ ساهو ته ویلي:

''سیمه کې نابلده وم، زه یوه نالوستې مېرمن یم، درې ماشومان راسره وو، د خوړو لپاره مو پېسې نه درلودې، څه مې کړي وای؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سروجنې د خپل میړه مړی په اورګاډي کې پرېښود

له چا مې مرسته غوښتې وای، پر زړه مې لویه تېږه کېښووه، د میړه مړی مې ګاډي کې پرېښوو او له ماشومانو سره د رایپور په ګاډي کې کېناستم. ''

نوموړې مېرمنې له هغه وروسته د ټیلیفون له لارې خپلوانو ته خبر ورکړ، چې وايي دوی یې کور ته ورسول، خو مړی یې و نه موند.

وروسته اورګاډي چارواکو کورنۍ ته ویلي، چې له اندراپردېش نه یوه راتلونکي ګاډي کې مړی موندل شوی دی.

د چارواکو په وینا دغه سړی په طبیعي توګه مړ شوی دی.

د انځور حقوق OTV
Image caption تېر اګست کې یوه کلیوال سړي دانا مانجي د ګاډي نه موندلو له کبله د خپلې مېرمنې مړی پر اوږه بار کړی و

اړیسې د نورو زرګونو کسانو په څېر د نواپاړ سیمې د ګنډامیر کلي ۲۹ کلن جوګل هم له خپلې مېرمنې او درېیو ماشومانو سره یو ځای د اندراپردېش د خښتو یوې بټې کې مزدوري کوله.

کله چې هغه ناورغ شو، د بټۍ څښتن له یو څو پېسو سره په ریل ګاډي کې کېناوه.

د نوموړي د مزدورۍ لږ پېسې د لارې اوږدو کې ختمې شوې.

د دغې سیمې ډېری اوسېدونکي د خپلو فصلونو له محصلاتو اخیستو وروسته په ژمي کې د مزدورۍ لپاره اندراپردېش ته ځي.