برما: د هغه روهینګیا مسلمان مړی موندل شوی چې خبریالانو سره یې خبرې کړې وې

د اټکل له مخې د برما امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لږ ترلږه ۸۶ روهینګیا مسلمانان وژل شوي او له ۲۷ زرو ډېر تېښتې ته شوي دي د انځور حقوق AP
Image caption د اټکل له مخې د برما امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لږ ترلږه ۸۶ روهینګیا مسلمانان وژل شوي او له ۲۷ زرو ډېر تېښتې ته شوي دي

څو ورځې وروسته له هغه چې یوه روهینګیا مسلمان د برما (میانمار) د راخین ایالت ناارامیو په اړه له خبریالانو سره خبرې وکړې، مړی یې موندل شوی چې سر یې له بدنه غوڅ شوی دی.

ددغه ۴۱ کلن سړي مړی د جمعې په ورځ د سیند له اوبو ویستل شوی.

ددغه سړي کورنۍ د چهارشنبې په ورځ د هغه د وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې وه.

پولیسو ویلي چې اوسمهال په دې تړاو پر څېړنو بوخت دي. پر سرحدي پوستو د ملیشو تر برید وروسته دغه سیمه له دوو میاشتو راهیسې تړلې ده.

بي بي سي موندلې دا کس چې مړی یې موندل شوی، په یوه بېساري ګام کې برمایي خبریالان په سیمه کې ګرځولي، هغوی ته یې د پوځيانو لخوا د ځپنو په اړه خبرې کړي او همداراز یې ویلي چې د سیمې کلیوالو هم په برید کې لاس لرلی دی.

+ ملګري ملتونه: میانمار غواړي ټول روهينګیا مسلمانان ووژني

+ میانمار کې پوځ ۲۵ روهینګا مسلمانان وژلي

په راخین ایالت کې د برما پوځ وروستيو عملیاتو له امله زرګونه روهینګیا مسلمانان له سرحدي کلیو بېځایه شوي دي.

د برما په دغه ایالت کې نژدې یو میلیون روهینګیا مسلمانان ژوند کوي او له نورو خلکو سره له ورته حقونو برخمن نه دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د برما امنیتي ځواکونه پر دغو لږکيو په تېري، وژنې او ربړونې تورن کړي دي.

د برما پوځ دا ډول جنایتونه رد کړي او ویلي یې دي چې په راخین ایالت کې په "ترهګرۍ" ضد عملیاتو بوخت دي.

په اکتوبر میاشت کې وسله والو کسانو پر سرحدي پوستو بریدونه وکړل او نهه کسان یې ووژل. له همغه مهاله د برما امنتي ځواکونو ددغې لرې پرتې سیمې کنټرول پخپل لاس کې لري چې د بنګلادېش بولې ته نژدې پرته ده.

غالبا کوم روهنګیا مسلمانان چې بېځایه شوي بنګلادېش ته تښتېدلي دي. ددوی سلګونه زره کسان چې په وروستیو لسیزو کې یې هلته پناه وړې ده، له مدرک او د هویت له پاڼو پرته په بنګلادېش کې پاتې دي.

د برما اکثریت بودایان، روهینګیا مسلمانان غیرقانوني کډوال بولي او سره له دې چې د هغوی ډېر له څو نسلونو راهیسې په برما کې زېږېدلي، هغوی ته د تابعیت حق نه ورکوي.

+ م. م: میانمار دې د 'مسلمانانو د ربړونې او وژلو' دوسیه وڅېړي

+ برما کې دویمه ورځ هم فرقه ییزې شخړې شوې