'تر ۲۰۱۸ پورې به د اېبولا مخنیوي واکسین بازار ته وړاندې شي'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګیني کې د ایبولا له کبله ګڼ شمېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړ

د روغتیا نړیواله اداره وایي، تر ۲۰۱۸ کاله به داسې یو واکسین بازار ته راشي چې د اېبولا د وېروسي ناروغۍ مخه نیولی شي.

دا واکسین په ګیني هېواد کې، چېرته چې اېبولا د ګڼ شمېر کسانو ژوند اخیستی، په ازمېښتې توګه کارول شوی.

له پایلو یې څرګنده شوې چې دا وېروس د اېبولا پر وړاندې سل په سله کامیابه دی.

تر بریالیو ازموینو وروسته، اوس پر دې کار روان دی چې دا واکسین رسماً ومنل شي او بازار ته وړاندي شي.

د مرک شرکت وایي، د دې واکسین درې لکه ډوزه یې جوړ کړي، او د اړتیا پر وخت یې بازار ته وړاندې کولای شي.

یاد واکسین د اېبولا شپږ زره ناروغانو ته په ازمېښتي ډول ورکړل شوی، او لس ورځې وروسته مالومه شوې چې ټول له اېبولا وېروسه پاک وو.

خو په دې ازموینه کې ماشومانو برخه نه درلوده، نو ځکه څرګنده نه ده چې واکسین به دوی ته هم څه ګټه ورسوي او که نه.

د اېبولا وېروس په لومړي ځل په ۱۹۷۶ کال کې وپېژندل شو.

تر ټولو خونړی برید یې په ۲۰۱۴ کال کې په لویدیځه افریقا کې وکړ او په څو هېوادونو کې یې کابو ۱۱ زره کسان ووژل.

د انځور حقوق .
Image caption د سیرالیون پورت لوکو کې یو کور چې ځانګړې ساتنه یې کېده

له هماغه ناورین وروسته نړیوالې ټولنې پرېکړه وکړه چې د مخنیوي پر چاره یې مناسبه پانګونه وکړي.

دا په داس داسې حال کې ده چې اېبولا اوس هم سلګونه کسان وژني او آن تر امریکا او اروپا هم رسېدلې.

ډېری وخت د دا ډول ناروغیو لپاره د یو مناسب واکسین جوړول آن تر لسو کالو وخت نیسي.

خو د اېبولا دا واکسین یوازي په دوه کلونو کې چمتوی شوی.

د روغتیا نړیواله اداره وایي، دا پرمختګ د ستاینې وړ دی او د واکسین جوړېدل یو ښه زیری دی، خو ښه به دا وي چې نړیواله ټولنه د ساري ناروغیو د مخنیوي لپارپر وخت اقدام وکړي او خورېدو ته یې پرېنږدي.

ځکه دا د زرګونو انسانانو ژوند ژغورلی شي.

.