له وېښته نازک او تر ټولو کوچنی واورین انسان

د انځور حقوق WESTERN NANOFABRICATION FACILITY
Image caption دا انسان په الیکتروني مایکروسکوپ لیدل کېږي.

د کاناډا د ویسټرن پوهنتون د پوهانو په خبره، دا انځور د نړۍ تر ټولو کوچنی واورین انسان ښيي.

د دې انسان جوړوونکي وايي، ونه یې درې میکرونه ده، چې د میلي مېتر درې زرمه برخه کېږي.

په بله ژبه، که میلي مېتر په زرو برخو ووېشل شي، نو دریمه برخه یې دغه واورین سړی دی.

خو د انسان د وېښته ضحامت د میلي مېتر پنځه اویا زرمه برخه دی، چې له واورین سړي ۷۲ ځلې پنډ دی.

* روبوټي کب جوړ شو

* د تښتونې ضد لاس بند جوړ شو

* واشنګټن کې پر سیند جوړ شوی پل مات شو

* د 'انسټاګرام' په نیمګړتیا؛ ماشوم ۱۰ زره ډالر وګټل

پخوانی ریکارډ ۱۰۰ میکرونه و، خو د نوي واورین انسان جوړوونکو نږدې ۹۷ مایکرونه له پخواني ورته کوچني انسان نور هم کم کړي دي.

دا واورین سړی یواځې په الیکتروني مایکروسکوپ سره لیدلی شي.

خو د واورین سړي جنس هم د واورې نه دی، بلکې له سیلیکا جوړ شوی دی.

سیلیکا د سیلیکون او اکسېجن ترکیب دی چې په شګو او کوارتز کې پیدا کېږي.

دا ډول څیز په لاس سره هم جوړېدلی نه شي، خو څېړونکو یې د جوړولو لپاره له الیکتروني لیتوګرافي کار اخیستی دی.

د انځور حقوق WESTERN NANOFABRICATION FACILITY
Image caption دا له پخواني واورین انسان ۹۷ مایکرونه کم دی.