د ۲ نړیوالې جګړې ماین ۵۰ زره جرمنان کور پرېښودلو ته اړ کړل

د انځور حقوق EPA
Image caption چارواکي وايي، خلک له خپلوانو سره پاتېدلی شي.

د جرمني حکومت د دغه هېواد په سوېل کې د اګسبورګ ښار له پنځوس زرو ډېرو استوګنو ته ویلي، چې د کریسمس په ورځ خپل کورونه پرېږدي.

دا خلک د دې لپاره له سیمې اېستل کېږي چې ترڅو د دویمې نړیوالې جګړې غل (ناچاودی) ماین شنډ کړي.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د ماین شنډولو لپاره دومره ډېر وګړي کور پرېښودلو ته اړ کېږي.

* د تاریخ تر ټولو ځواکمنه وسله

* د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس شپېته کلن شو

* جرمني د دویمې نړیوالې جګړې یو پاتې شوی بم شنډ کړ

اټکل کېږي چې دا ۱۸۰۰ کیلوګرامه بم پر ۱۹۴۴ کال د متحدینو په هوايي بریدونو کې پر ښار غورځول شوی دی.

په دغو هوايي عملیاتو کې دا لرغونی ښار وران ویجاړ شو.

له جګړې وروسته د بیارغونې پر مهال هم دا ماین ونه موندل شول.

پولیس وايي، نه پوهېږي چې د دې ماین شنډول به څومره وخت ونیسي.

د انځور حقوق ارشیف
Image caption له دې مخکې هم د ۲ نړیوالې جګړې د ماینونو له امله خلک سیمو پرېښودلو ته اړ شوي، خو په دومره شمېر نه.

د بي بي سي د اروپايي سیمې سمونګر (ایډېټر) مایک سنډرس وايي، د ښار چارواکي له سیمې د خلکو له اېستلو پرته بله لار چار نه لري.

د ماین له سیمې تر یو عشاریه پنځه کیلومتره(۱۵ سوه متره) پورې خلک اېستل کېږي.

چارواکي وايي، ډېری خلک د خپلوانو او دوستانو کورونو ته تللی شي، خو په ورته مهال یې ځینې ښوونځي او لوبغالي هم د خلکو د مېشتېدلو لپاره تیار کړي دي.