د روسيې لوېدلې الوتکې ټولې سپرلۍ وژل شوې
د روسيې لوېدلې الوتکې ټولې سپرلۍ وژل شوې
د روسيې ولسمشر د هغې پوځۍ الوتکې د لوېدو پېښې په اړه د پلټنې امر کړی، چې تور سمندرګي کې پرېوتې ده.
له ۹۰ تنو سپرلۍ يې هېڅوک هم ژوندي نه دي پاتې.
الوتکه چې له مسکوه الوتې وه، سوریې ته پر لار یې سوچي کې تېل هم اچولي وو.
حکومت د هغوی په ياد چې دې پېښه کې وژل شوي، د دوشنبې پر ورځ د يوه ورځني وير اعلان هم کړی دی.