ګارډین: که ټرمپ خپلې ژمنې پلې کړي د نړیوال قانون او بشري حقونو اصول به مات کړي

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ د چاپېریال په تړاو د پاریس کانفرنس پرېکړه د اقتصاد په زیان بولي.

ګارډین د امریکا د نوي ولسمشر په اړه یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې تاریخ لیکوال به ۲۰۱۶ کال ته د بدلون د کال په سترګه وګوري او د دغه کال تر ټولو لویه پيښه د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریالیتوب دی.

د مطلب لیکوال زیاتوي، ټول پوهیږي چې د ټرمپ کړنې ښايي د نړۍ د بشري حقونو ، ژواک چاپيرال او د نړیوال امنیت په برخه کې ورانوونکې وي.

لیکوال زیاتوي، که ډونالډ ټرمپ د استبدادي نظامونو د ملاتړ او د مذهبي او توکمیز توپير له مخې د کډوالو د ویش په برخو کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي نو د نړیوال قانون او د بشري حقونو اصول به مات کړي چې د ملګرو ملتونو د رامنځته کیدو اساس یې جوړ کړی.

انډیپنډنټ:

بریتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډنټ د امریکا او اسراییل پر اړیکو په یوه مطلب کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د یهودي میشت ځیو په اړه د امریکا دریځ د امریکا او اسراییلو ترمنځ په اړیکو کې د کمزورتیا په مانا دی چې د بارک اوباما په تیره اته کلنه دوره کې یې ساری نه درلود.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جرمني کې د ډېرو افغان کډوالو پنا غوښتنلیکونه ونه منل شول

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له جرمني د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه یو مطلب خپور کړی او زیاتوي چې دغه چاره د افغان دولت او اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ترسره کیږي.

د ورځپاڼې په باور، ښايي د همدې هوکړې له مخې هغه شاوخوا اتیا زره افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه کړل شي چې په اروپايي هېوادونو کې یې د کډوالۍ غوښتنه نه ده منل شوې.

ټایمز اف انډیا:

دي ټایمز اف انډیا په یوه مطلب کې د هند او پاکستان اړیکو ته د ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې اشار کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، تیر کال همدا ورځو شپو کې کله چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي لاهور ته ولاړ او نواز شریف ته یې د هغه د زوکړې ورځې مبارکې وویله د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کیدلو هیلې را پیدا شوي خو دا هیلې یواځې یوه اونۍ وروسته له هغه په ناهیلۍ بدلې شوې کله چې وسله والو د هند پر پټان کوټ هوايي اډه برید وکړ.

په مطلب کې ویل شوي، په هند کې داسې ویل کیدل چې که راحل شریف د پوځ د مشر په توګه یوه بله دوره هم پاتې شو نو هند باید د یوې اوږدې مودې شخړې ته تیاری ونیسي خو د لیکوال په وینا داسې ښکاري د پاکستاني پوځ د نوي مشر په راتګ سره د کوم بدلون نښې نه لیدل کیږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کیڼڼ اړخ ته د پاکستان د پوځ نوی مشر له پخواني( راحل شریف) سره د ستړیمش پر مهال.