د جعلي خبرونو له امله د پاکستان دفاع وزیر اسراییل په اټومبم وګواښه

د انځور حقوق AP
Image caption خواجه اصف د شنبې په شپه اسراییل ته خبرداری ور کړ، چې د پاکستان اټومي وسلې دې له یاد نه باسي.

کله کله د درواغو خبر څومره اغېز ناک شي، درې اونۍ وړاندې په واشنګټن کې یو کس د جعلي خبر په غبرګون کې په پیزا هوټل کې ډزې وکړې.

د رپوټونو له مخې، په دې پېښه کې چا ته زیان ونه رسېد او پولیسو وسلوال ونیو.

روان کال د امریکا په ټاکنو کې پر فیسبوک د درواغو خبرونو د خپرېدلو مسله را پورته شوه او ادعا وشوه چې د دې خبرونو له امله د ډېرو امریکايانو رایه بدله شوه.

* فیسبوک له جزییاتو ډکې نقشې جوړوي

* فیسبوک د سوداګریزو اعلانونو خپرول کموي

* د جعلي خبرونو د مخنیوي لپاره فیسبوک پراخ پلان لري

د درواغجنو خبرونو او په تړاو یې غبرګون دلته پای نه مومي، په وروستیو کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف هم د جعلي خبر ښکار شوی دی.

خواجه اصف اسراییل ته خبر ور کړ چې د پاکستان اټومي ځواک له یاده ونه باسي.

نوموړي دا څرګندونې د اسراییل دفاع وزیر پورې د تړل شویو خبرو په ځواب کې وکړې.

د انځور حقوق AFP
Image caption په یوه رسنۍ کې د اسراییل پخواني دفاع وزیر ته د منسو خبر له خپرېدلو وروسته خواجه اصف دا خبرداری ولیکه.

تېره سې شنبه ای ډبلیو ډي وېبپاڼې په یوه خبر کې ویلي و 'د اسراییل دفاع وزیر ايي، که پاکستان په کومه پلمه سوریې ته ځمکنی پوځ ولېږي، نو موږ به دغه هیواد پر اتومي وسله له منځه یوسو'.

د دې خبر له مخې د اسراییل پخواني دفاع وزیر موشي یالون پاکستان ته دا ګواښ کړی و.

په ای ډبلیو ډي کې د خپاره شوي خبر له مخې یالون سوریې ته د پاکستاني پوځ د تګ په تړاو زیاته کړې وه 'تر کومه چې موږ پورې تړاو لري دا یو خبرداری دی، خو که له بده مرغه هغوی سوریې ته راغلل، نو موږ پوهېږو چې بیا څه وکړو، موږ به یې په اټومبم سره له منځه یوسو'.

* ٪۵۰ انټرنېټ کاروونکي فیسبوک کې بوخت وي

* فیسبوک میسنجر ته د 'پټ پیغام' اسانتیا ورزیاتېږي

* د فیسبوک کارونکو پر پاڼه د دوی د مړینې خبر، تخنیکي ستونزه

د دې ګواښ په ځواب کې د پاکستان دفاع وزیر په خپل ټوېټ کې ویلي ' اسراییل په سوریه کې د داعش په خلاف د پاکستان رول اټکلوي، د اټومي وسلې د کارولو ګواښ کوي، خو اسراییل دا هېره کړې چې الحمد الله پاکستان هم اټومي وسلې لري'.

د اسراییل دفاع وزارت په ټوېټ کې خواجه اصف هم نښلولی( ټګ) او ویلي یې دي کومه خبره چې د پخواني دفاع وزیر یالون له خولې خپره شوې، هغه کله هم نه ده کړې.

د اسراییل دفاع وزارت په یوه بل توېټ کې بیا هم خواجه اصل نښلولی او ویلي یې دي 'خواجه اصف چې کوم رپوټ یادوي هغه یو مخ جعلي دي'.

موشي یالون د اسراییل دفاع وزیر نه دی، هغه په تېره مۍ کې له دې دندې ګوښه شو او اوس یې لایبرمن ځایناستی دی.

د انځور حقوق Twitter
Image caption د اسراییل دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد چارواکو دا خبرې نه دي کړې.

په فیسبوک کې د ناسمو خبرونو مسله هغه وخت جنجالي شوه، چې ځینې کارنو یې وویل، پر دغه خواله رسنۍ د جعلي خبرونو د خپرېدلو له امله د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې هم اغېزمنې شوې.

ویل کېږي چې له څه ارزونو وروسته دا ومنل شوه چې پر فیسبوک ځینې جعلي خبرونه ډېر خپاره شوي، خو درواغ بلل یا ردول یې نه دي شریک شوي.

په اینټرنېټ کې د درواغجنو خبرونو څارونکې وېبپاڼه' mediabiasfactcheck.com' وايي، داسې څو وېبپاڼې شته چې جعلي خبرونه خپروي.

' دا وېبپاڼې داسې ناسم خبرونه خپروي چې تاییدېدلی نه شي، د دوی دا خبرونه پر اوازو او قیاس ولاړ وي'.

اړونده مطالب