د شوروي اتحاد نړېدل
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شوروي اتحاد نړېدل

پنځه ويشت کاله مخکې د ډسمبر ۲۵ مه وه، چې د پخواني شوروي اتحاد وروستي مشر میخايل ګورباچوف له خپلې دندې استعفا وکړه، او شوروي اتحاد هم وروسره ونړېد.

لوېديځ کې ده ته په دې په درنښت کتل کېدل چې له وينې تويولو پرته یې سړه جګړه پای ته ورسوله، خو ډېری روسان لا اوس هم ښاغلی ګورباچوف د يوې امپراتورۍ په له منځ تلو پړ ګڼي.

له دندې له لرې کېدو ۲۵ کاله وروسته، ده له بي بي سي سره خبرې کړې دي.