'اردوغان ته چای نه ور کوم' خبرې هوټلي بندي کړ

د انځور حقوق Reuters
Image caption اردوغان ته د سپکاوي تور څلور کاله بند لري.

په ترکیه کې د اپوزیسیون ګوند ملاتړې ورځپاڼې د چایخونې څښتن حکومت نیولی دی.

د نیولو وجه یې دا ښودل شوې چې نوموړي ویلي و، 'رجب طیب اردوغان ته به چای ور نه کړم'.

د جمهوریت ورځپاڼې د چایخونې څښتن سینول بورن د دې خبرې له امله ولسمشر ته په نه درناوي تورن او بندي شوی دی.

خو وکیل یې وايي، ښاغلي بورن دا تورونه نه دي منلي.

په ترکیه کې له ناکامې پوځې کودتا راهیسې د ځپلو لړۍ لا هم روانه ده.

* د ترکيې د کودتا مشري چا کوله؟

* ولې د ترکيې کودتا ناکامه شوه؟

* هغه کودتا چې ګټونکی یې اردوګان شو

د حریت ورځپاڼې کارمنان په هغو زرګونو کسانو کې دي چې یا نیول شوي لا یې هم دندې ځنډول شوې او لا یې هم پخپله له دندو لاس اخیستی دی.

حریت د څو نورو ورځپاڼو په څېر د رجب طیب اردوغان مخالفه پالیسي لري.

د معلوماتو له مخې، د ډیسمبر پر څلرویشته چې ښاغلی بورن خپل کارځي ته تلو، نو د ولسمشر اردوغان د وینا له امله امنیتي تدبیرونه نیول شوي او سړکونه بند وو.

ښاغلي بورن پر دغه مهال یوه پولیس ته ویلي و 'زه به دغه کس ته یوه پیاله چای هم ور نه کړم'.

په استانبول کې د جرمونو اړوند محکمې یو قاضي د ښاغلي بورن د نیولو حکم کړی و.

په ترکیه کې ولسمشر ته د سپکاوي تور څلور کاله بند لري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption جمهوریت هم د څو نورو ورځپاڼو په څېر د حکومت خلاف پالیسي لري.

تېره میاشت د جمهوریت ورځپاڼې لس غړي بندي شول، چې لا یې هم پر دوسیو کار پیل شوی نه دی.

پر دوی تور دی چې د کورد وسلوالو او په امریکا کې د فتح الله ګولن ملاتړي دي.

د دې ورځپاڼې پخوانی مشر کان دندار جرمني ته تللی دی.

پر ښاغلي اردوغان نیوکه کوونکي وايي، له ناکامې کودتا وروسته یې د بیان ازادۍ په مخ کې هم خنډونه جوړ کړي او له یو لک ډېر کسان یې له دندو ګوښه کړي دي.

خو د رجب طیب اردوغان پلویان نوموړی خپل پیاوړی مشر او په ترکیه کې د اقتصادي پرمختګ لامل بولي.

اړونده مطالب