د رومانیا ولسمشر د لومړي وزارت لپاره مسلمانه کاندیده سیفیل شایده رد کړه

د انځور حقوق EPA
Image caption سوشل دیموکراتانو د دسمبر ۱۱ ټاکنو کې له پام وړ بریا وروسته سیفیل شایده د لومړي وزیر کاندیدې په توګه نومانده شوه

د رومانیا ولسمشر کلاوس یوهانیس د سوشل دیموکراتانو له لوري د لومړي وزیر مقام لپاره نومانده شوې کاندیده رد کړې ده.

سیفیل شایده به د رومانیا لومړۍ ښځینه او مسلمانه لومړۍ وزیره وای، خو ولسمشر یوهانیس د هغې ردولو پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

پر اغلې شایده له دې کبله نیوکې کېږي، چې یوازې یو ځل یې د سیمه ییزې وزیرې په توګه دنده تر سره کړې او ګواکې له همدې کبله کافي سیاسي تجربه نه لري.

سوشل دیموکراتانو ( پي ایس ډي ) کافي رایې ګټلې او هیله مند دي، چې د یوه واکمن اییتلاف برخه به شي. په یوه ټلویزیوني وینا کې ښاغلي یوهانیس ویلي:

(( ما د موضوع پلویتوب او مخالفت په تړاو پر ټولو خبرو غور کړی او پرېکړه مې وکړه، چې دغه وړاندیز و نه منم او له اییتلافه مې وغوښتل، چې بل وړاندیز وکړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې که اغلې شایده لومړۍ وزیره شي، د پي ایس ډي مشر لیوو دراګنیا د ( ګوډاګۍ ) رول به ولوبوي

ولسمشر د خپلې پرېکړې لاملونه نه دي په ګوته کړي، خو داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې که اغلې شایده لومړۍ وزیره شي، د پي ایس ډي مشر لیوو دراګنیا د ( ګوډاګۍ ) رول به ولوبوي.

پي ایس ډي د ۱۱ دسمبر په ټاکنو کې له پام وړ بریا وروسته نوموړې د کاندیدې په توګه اعلان کړه.

سوشل دیموکراتانو په ټاکنو کې د تقاعد پېسو ډېرولو او د مالیوو لږولو ژمنې وکړې، چې فکر کېږي له کبله یې نژدې ۴۵ سلنه رایې تر لاسه کړې.

ښاغلی دراګنیا په ټاکنو کې د ټګیو برګیو له کبله په ۲ کلن لغو شوې زندان سزا محکوم شوی او له همدې کبله نه شي کولای خپله د لومړي وزیر مقام ته کاندید شي.