امریکا سوریه کې د داعش ملاتړ ادعاوې 'خندوونکې' بللي

سوري مخالفین او د ترکیې دولتي ځواکونه هځه کوي د الباب ښار له داعش نه ونیسي د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption سوري مخالفین او د ترکیې دولتي ځواکونه هځه کوي د الباب ښار له داعش نه ونیسي

امریکا د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دا ادعا چې متحده ایالتونه په سوریه کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ملاتړ کوي، "خندوونکې" بللې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند مارک ټونر وویل؛ دا ادعا بې بنسټه ده.

د ترکیې ولسمشر وړاندې ویلي و چې په دې برخه کې شواهد لري او همداراز یې زیاته کړې وه چې امریکا د کردي ډلو "د خلق مدافع واحدونو" او "ډیموکراتیک یووالي ګوند" ملاتړ کوي.

د ترکیې ځواکونه د سوریې له شمال نه د داعش ډلې ویستلو لپاره پر جګړې بوختې دي.

ښاغلي اردوغان په یوه خبري ناسته کې په انقره کې وویل: "هغوی موږ د داعش پر ملاتړ کولو تورنولو. اوس د داعش، وای پي جي او پي کې کې په څېر ترهګرو ډلو مرسته کوي. موږ تایید شوي شواهد لرو چې انځورونه او ویډیوګانې دي."

+ ترکیه کې د کردانو پلوي مشران او د پارلمان استازي نیول شوي

+ سوریه کې د ترکیې هوایي بریدونو 'درنه ولسي مرګژوبله اړولې'

د سوریې په الباب کې د داعش او کردي وسله والو د شاته تمبولو لپاره عملیاتو کې چې په اګست میاشت کې پیل شول، د ترکیې ۳۷ سرتېري وژل شوي. الباب د ترکیې پولې په ۲۰ کیلومترۍ کې یو کوچنی ستراتیژیک ښارګوټی دی.

امریکا په سوریه کې له کردي ډلو سره مرسته کړې، خو ترکیه وایي؛ دا ډلې له پي کې کې (د کردستان کارګرانو ګوند) سره تړلي دي چې د څو لسیزو راهیسې له ترکیې د بېلتون لپاره مبارزه کوي.

ورته وخت کې پراخه ډله چې د سوریې د سیاسي او وسله والو مخالفینو استازیتوب ورغاړې دی، اورپکې ډلې هڅولي چې اوربند ته د رسېدو هوکړې لپاره "په سیمه کې له رښتینو هڅو" سره همکاري وکړي.

بلخوا د مذاکراتو عالي کمېټې همغږي کوونکي ریاض حجاب ویلي؛ دا ډله د روسیې په وړاندیز په قزاقستان کې جوړېدونکي کنفرانس ته بلل شوي نه دي.

ښاغلي حجاب وویل؛ د سیاسي لېږد مذاکراتو لپاره د مناسبې فضا رامنځته کېدو لپاره اعتماد جوړونې ته اړتیا ده او ددې ترڅنګ مذاکرت باید په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ ترسره شي.