روسیه او ترکیه سوریه کې پر اوربند سلا شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption له روسي انترفاکس خبري اژانس سره لاوروف نور جزییات نه دي ورکړي، چې دا ډول سلامشورې څرنګه پیل شوې او کومې ډلې پکې شاملې دي.

رپوټونه وايي، انقره او مسکو په سوریه کې د اوربند د هوکړې په تړاو یوې هوکړې ته رسېدلي او دا هوکړه به د سوریې حکومت ته هم وړاندې کړي.

رپوټونه وايي، ترکه او روسیه په سوریه کې د اوربند په تړاو یوې هوکړې ته رسېدلې دي.

سوریه: یاغیانو د حلب محاصرې ماتولو لپاره برید پیل کړی

امریکا سوریه کې د داعش ملاتړ ادعاوې 'خندوونکې' بللي

ملګري ملتونه: سوریه کې دې پر ښوونځي برید وڅېړل شي

د ترکیې اناتولي خبري اژانس د ترکي سرچینو له خولې ویلي، د سوریې په حلب ښار کې د اوربند له بریالۍ هوکړې وروسته - چې له ښاره یې په لړ کې مخالف وسله وال او د دوی کورنۍ ووتلې - روسیې او ترکیې پتېیلې ده چې د اوربند هوکړه د بشار الاسد حکومت ته د عملي کولو لپاره وړاندې کړي.

سرچینه وايي، په اوربند کې له ترهګرو ډلو سره د جګړې درېدل نه دي شامل، خو اټکل دی چې د سوریې پوځ، د دوی ملاتړې ملېشې او د مخالفانو ځواکونه به پکې شامل شي.

که د اوربند دا هوکړه په بریالیتوب ترسره شي، د سوریې حکومت او مخالفان به یې د قزاقستان پلازمېنه استانه ښار کې د ترکیې او روسیې تر څارنې لاندې د سولې خبرې پيل کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption روسیې او ترکیې تېره اونۍ مسکو کې د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته سوریه کې د سولې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې د چمتووالي او منځګړیتوب خبره وکړه.
د انځور حقوق AFP
Image caption که څه هم خبرو لپاره ځانګړی ځای نه دی ټاکل شوی، خو مسکو وايي، چې قزاقستان کې به وشي، خو امریکا به پکې ګډون ونه لري.

اناتولي زیاتوي، انقره او مسکو د تېر کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۲۵۴ پرېکړه لیک سیاسي چوکاټ پربنسټ د خبرو ملاتړ کې برخه اخیستل غواړي.

سلامشورې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ وویل، د سوریې حکومت له مخالفانو سره سره د سولې د خبرو د لارو چارو په اړه سلامشورې او تماسونه پیل کړي، خو د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنه ډله وايي، له دغو سلامشورو هېڅ خبره نه ده.

د ملګرو ملتونو استازی: د حلب بهر به سوریه کې جګړه دوام ولري

سوریه کې د ترکیې هوایي بریدونو 'درنه ولسي مرګژوبله اړولې'

له روسي انترفاکس خبري اژانس سره لاوروف نور جزییات نه دي ورکړي، چې دا ډول سلامشورې څرنګه پیل شوې او کومې ډلې پکې شاملې دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د درو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې چې د سولې راتلو لپاره به لازم ګامونه اخلي.

روسیې او ترکیې تېره اونۍ مسکو کې د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته سوریه کې د سولې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې د چمتووالي او منځګړیتوب خبره وکړه.

د درو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې چې د سولې راتلو لپاره به لازم ګامونه اخلي.

'تيرو دوو کلونو کې ۵۰ زره داعش اورپکي وژل شوي'

اولاند: پر حلب د سوریې او روسیې بریدونه "جنګي جرم" دی

که څه هم خبرو لپاره ځانګړی ځای نه دی ټاکل شوی، خو مسکو وايي، چې قزاقستان کې به وشي، خو امریکا به پکې ګډون ونه لري.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب