'روسۍ الوتکه د خراب وزر له کبله رالوېدلې'

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پلټونکي د الوتکې یو تور بکس خلاصوي.

روسۍ رسنۍ وايي تور سمندرګي کې د لوېدلې روسۍ الوتکې د ثبتو شوو اسنادو له مخې څرګنده شوې چې د وزر د باد کنټرولوونکې یوې پرزې د خرابۍ له امله لوېدلې.

پلټونکې ډلې ته نژدې کسانو د انترفکس خبري سرچینې ته ویلي چې د الوتکې د وزر هغه اووښتونکې وسپنې چې د هوا پر وړاندې تغییر مومي او مرسته کوي الوتکه پورته شي، یو ځای نه وې خلاصې شوې.

د لایف نیوز وېبپاڼې په وینا همدا لامل شو چې پیلوټ په "حساسه شېبه " کې کنترول له لاسه ورکړي.

لایف نیوز وېبپاڼې د الوتکې د کارکوونکو روستۍ خبرې هم خپرې کړي چې د وزر د ستونزې په اړه غږېدلي.

د لوېدلې روسۍ پوځي الوتکې تور بکس موندل شوی

۱۲ کلنه روسۍ نجلۍ د سېلفي اخیستو قرباني شوه

'د روسي سفیر وژنه د ناوړه پېښو لړۍ وروستۍ کړۍ ده'

تېره یکشنبه توپولوف ۱۵۴ ډوله روسۍ پوځي الوتکه له مسکو نه الوتلې وه او د سوریې لاذقیه کې د روسیې پوځي اډې ته یې د الکسندروف پوځي موسیقۍ ډله او پوځيان د کریسمس مراسمو کې د ګډون لپاره لېږدول چې ولوېده او۹۲ سپرلۍ او کارکوونکي یې ټول ووژل شول.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پر کال ۲۰۱۶ د مارچ پر ۳۱ د الکسندروف پوځي موسیقۍ ډله مسکو کې.

د روسیې دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ (ډسمبر ۲۷/مرغومي ۷مه) وویل چې د پوځي الوتکې تور بکس يې موندلی.

د دوی په وینا، لټوونکې ډلې د لوېدلې الوتکې له ټوټو سره تور بکس ګهیځ مهال د تور سمندرګي له څنډو یونیم کیلومتر لیرې وموند.

تر ټولو روستي مالومات ویل کېږي کابین کې د ثبتو شوو خبرو له مخې ترلاسه شوي. تر دې وړاندې پر روسي رسنیو د الوتکې د کارکوونکو او د کنترول خونې تر منځ وروستۍ خبرې خپرې شوې وې چې د کومې ستونزې نښې نښانې پکې نه وې.

د انځور حقوق EPA
Image caption مسکو کې د الکسندروف پوځي موسیقۍ ډلې د ودانۍ پر وړاندې خلک د ګلونو ګېډۍ ږدي.
د انځور حقوق AP
Image caption د الکسندروف پوځي موسیقۍ ډلې د ودانۍ پر وړاندې.

خو اوس لایف چې یوه نوې وېبپاڼه او د روسیې امنیتي سرچینو ته نژدې ده، له تور بکسه د ترلاسه شوو خبرو ټکي خپاره کړي، داسې ښکاري چې د الوتکې دوه پیلوټان د ستونزې په لیدو هک حیران شوي.

د لایف له خوا خپرو شوو خبرو کې داسې ټکي هم شته چې:

" سرعت ۳۰۰ "

" قومندانه، ما پر ځمکه د کښېناستو ګېر کش کړ "

"اوه، دا څه وشول "

"موږ ښکته روان یو "

له الوتلو ۲۰ دقیقې وروسته الوتکه د سوچي ښار تور سمندرګي په اوبو کې د رادار له پوښښه وتلې وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption توپولوف - ۱۵۴ الوتکې

توپولوف - ۱۵۴ الوتکې څو لسیزې د پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسې د هوايي الوتنو د ملا تېر و چې درې ماشینونه لري.

دغه الوتکې د تېرې پېړۍ شپېتمې لسیزې نیمايي کې جوړې شوې چې په ۱۹۷۲ کال یې کار پیل کړی او پر کال ۱۹۸۶ نوي ماشینونه پکې ولګول شول.

اردوغان -د روسۍ جنګي الوتکې پر غورځولو خپه يوو-

''ښايي د روسۍ الوتکې غورځېدو لامل بمي چاودنه وي''

پلټونکو تر دې وړاندې هم د ترهګرۍ شونتیا رد کړې وه او پر تخنیکي او انساني تېروتنو یې کار کاوه.

د انځور حقوق AFP
Image caption روسۍ ژغوربېړۍ تور سمندر کې د لوېدلې الوتکې ټوټو پسې ګرځي.

مصر د روسۍ الوتکې لوېدو کې د ''داعش'' لاس لرل رد کړل

سوریه کې د روسي چورلکې غورځېدو ۵ روسي پوځيان وژل شوي

د عکسونو البوم روسۍ رالوېدلې الوتکه

اړونده مطالب