Russia investigates plane's 'black box'
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پلټونکي د روسۍ الوتکې موندل شوی تور بکس خلاصوي

روسۍ رسنۍ وايي تور سمندرګي کې د لوېدلې روسۍ الوتکې د ثبتو شوو اسنادو له مخې څرګنده شوې چې د وزر د باد کنټرولوونکې یوې پرزې د خرابۍ له امله لوېدلې.

د روسیې دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ (ډسمبر ۲۷/مرغومي ۷مه) وویل چې د پوځي الوتکې تور بکس يې موندلی.

تېره یکشنبه توپولوف ۱۵۴ ډوله روسۍ پوځي الوتکه له مسکو نه الوتلې وه او د سوریې لاذقیه کې د روسیې پوځي اډې ته یې د الکسندروف پوځي موسیقۍ ډله او پوځيان د کریسمس مراسمو کې د ګډون لپاره لېږدول چې ولوېده او۹۲ سپرلۍ او کارکوونکي یې ټول ووژل شول.

تور بکس کې د الوتکې د کارکوونکو ثبتې شوې خبرې له پلټونکو سره مرسته کوي چې د الوتکې د لوېدلو لا کره لامل ومومي.