امریکا پاکستان کې د لشکر طیبه دوو نورو مشرانو نومونه د ترهګرو نوملړ کې شامل کړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خبره لشکر طیبه له دغو بندیزونو د ځان ژغورنې لپاره څو ځله خپل نوم بدل کړی

د امریکا متحدو ایالتونو پاکستان کې د لشکر طیبه نومي سازمان دوه نور لوړپوړيو مشرانو نومونه او دغه راز د دغه سازمان فرعي تنظیم المحمدیه سټوډنټس هم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ۲۰۱۱ کال کې د لشکر طیبه نوم د نړیوالو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړی و.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خبره لشکر طیبه له دغو بندیزونو د ځان ژغورنې لپاره څو ځله خپل نوم بدل کړی او نوي سازمانونه یې رامنځته کړي دي. د وزارت په وینا المحمدیه سټوډنټس د لشکر طیبه د محصلینو سازمان دی، چې ۲۰۰۹ کال کې رامنځ ته شوی او د لشکرطیبه له لوړ پوړو مشرانو سره کار کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، المحمدیه سازمان د ځوانانو لپاره کورسونه پرمخ بیايي. د دغه تنظیم په اړه ویل شوي، چې امریکا کې به یې ټول جایداد ضبط شي.

په هغو کسانو کې، چې نوم یې د ترهګرو په نوملړ کې شامل شوی محمد سرور او شاهد محمود شامل دي، چې ویل کېږي محمد سرور له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې په لاهور کې اوسي او اوس دغه ښار کې د لشکر طیبه مشر دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خبره شاهد محمود له ۲۰۰۷ کال راهیسې په کراچۍ کې د دغه سازمان مشر دی او له دې مخکې د بشریت خیر ښېګڼې سازمان په نوم، چې د بهرنیو چارو وزارت په خبره د لشکرطیبه یو بل نوم دی مرستیال مشر و.

ویل کېږي شاهد محمود ۲۰۱۲ کال کې بنګله دېش ته د دې لپاره تللی و، چې د برمايي کډوالو کمپونو کې د پېسو بدل کې د خپل سازمان لپاره جنګیالي ومومي. نوموړي سوریې، ترکیې او غزې ته هم سفرونه کړي.

خبر پاڼه زیاتوي ۲۰۱۳ کال کې شاهد محمود ته لارښوونه شوې وه، چې د بنګله دېش او میانمار ( برما ) له اسلامي سازمانونو سره اړیکه کې اوسي. دغه راز ویل شوي، چې نوموړي ۲۰۱۱ کال وروستیو کې ادعا کړې وه، چې د لشکر طیبه بنسټیز هدف پر امریکا او هند بریدونه کول دي.