نی: ۲۰۱۶ کال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی و

رسنۍ د انځور حقوق .
Image caption د دې ادارې څېړنې ښيي چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د رسنيو شاوخوا ۵۰۰ کارکوونکي اروپايي هېوادونو ته تللي

په افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ یا نی ادارې ۲۰۱۶ کال د افغانو ژورنالیستانو لپاره تر ټولو خونړۍ کال بللی، چې د دوی په وینا ۱۴ خبریالان په کې وژل شوي او ۲۳ ټپیان شوي دي.

د دې ادارې څېړنې ښيي چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د رسنيو شاوخوا ۵۰۰ کارکوونکي اروپايي هېوادونو ته تللي چې مهم سبب يې ناامني ښودل ده.

دا اداره زیاتوي، چې څه باندې ۸۳ سلنه ښځينه ژورنالستانې پخپله رسنيزه اداره کې دننه او بهر د کار پر مهال له تاوتريخوالي او ګواښونو سره مخامخ دي.

له کابله زموږ همکار نورګل شفق په خپل رپوټ کې د نی یا په افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې له قوله وايي، په ۲۰۱۶ کال کې یې له ژورنالستانو سره د شوي تاوتريخوالي ۴۱۵ پېښې ثبت کړې دي چې تر ټولو لوړه کچه ښيي.

د دې ادارې د چارواکو په خبره، ناامني او د افغانستان پر ځینو ولایتونو د طالبانو بريدونه د دې سبب شوي چې په دغه کال کې د افغان ژورنالیستانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.

د دې ادارې مشر عبدالمجيب خلوتګر وايي:

''په سږني میلادي کال کې د تاوتريخوالي ۴۱۵ پېښې ثبت شوې دي، چې ۱۴ پکې د قتل دي، ۲۳ د ټپي کېدو، درې پېښې د لنډ بند، ۳۳۸ د مرګ تهدید او ۴۳ د وهل او ټکول کېدو پېښې دي. ''

د دغې ادارې چارواکي وايي، کله کله د خبریالانو نا مسلکيتوب هم د دې لامل شوی چې زیان ور ورسيږي.

د ښاغلي خلوتګر په وینا په دغو څه باندې څلورو سوو پېښو کې د طالبانو لخوا ژورنالیستان ته د اوښتي تاوتريخوالي کچه تر دولت لوړه ده، خو زیاتوي چې چارواکو او سيمه ييزو زورورو کسانو هم خبریالان ځورولي او تهدید کړي دي.

د دې تر څنګ د نی ادارې چارواکو د یوې بيلې څېړنې پایلې هم په ډاګه کړې چې له مخې يې د افغانستان په رسنيزو ادارو کې تر ۸۰ سلنه ډېرې ښځينه ژورنالستانې یا پخپله رسنيزه اداره کې دننه او یا له ادارې بهر د کار پر مهال له لفظي او فزيکي تاوتريخوالي سره مخ شوې دي.

ښځینه کارکوونکې

په افغانستان کې د رسنيو د ټولو ښځينه کارکوونکو له ډلې يې په دغه څېړنه کې ۱۴ سلنه یاني ۲۸۰ تنه پوښتل شوې دي، چې له دغو يې ۸۳ اعشاریه دوه سلنه هغو ویلي چې تاوتريخوالي سره مخ کېږي.

لس اعشاریه نهه سلنه ښځينه کارکوونکو ویلي چې په رسنيزه اداره کې دننه او ۸۹ اعشاریه یو سلنه تنو ویلي چې له ادارې بهر له تاوتريخوالي سره مخ کېږي.

د دغې ادارې موندنې ښيي په وروستيو ۱۸ میاشتو کې د رسنيو کابو ۵۰۰ کارکوونکي اروپايي هېوادونو ته کډه شوي چې هلته يې د پناه غوښتنې پر مهال د افغانستان د پرېښودو لامل ناامني ښودلې.

دغه اداره وايي د تېرو کلونو پرتله اوس په رسنيو کې کار کول ستونزمن شوي او په وینا يې له امنيتي خطرونو ها خوا د حکومتي ادارو لخوا د دوی سانسورولو د ژورنالستانو او افغان رسنيو خپلواکي تر فشار لاندې راوستلې ده.

دوی زیاتوي چې دم ګړۍ له ژورنالستانو سره د شوي تاوتريخوالي شاوخوا څلورسوه دوسيې په کورنيو چارو وزارت او نورو عدلي او قضايي ارګانونو کې تر څېړنې لاندې دي چې چارې يې ټکنۍ دي.

افغان ژورنالستان معلوماتو ته په وخت نه لاسرۍ او د دوی خونديتابه ته نه پاملرنه جدي ستونزې بولي او له افغان حکومته او وسله والو ډلو غواړي چې د بې طرفه کسانو په حېث دې د دوی خونديتوب یقيني کړي.