امریکا د سایبري برید په تور ۳۵ روسي دیپلوماتان باسي

پوتین د انځور حقوق Getty Images
Image caption روسیې د امریکا په ټاکنو کې د هر ډول لاس لرلو تورونه رد کړي دي.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنې د تورونو پر سر، دغه هېواد ۳۵ روسي دیپلوماتان د سزا په ډول باسي. پر روسیې ځینې نوي بندیزونه هم لګېدلي.

همدارنګه ویل کېږي د غبرګون په ډول به په نیویارک او ماريلند کې دوه روسۍ اډې چې استخباراتي معلومات راټولوي هم وتړل شي.

د کرېملین ویاند ویلي نوي بندیزونه به د روسیې او امریکا پر دیپلوماتیکي اړیکو بده اغېزه وکړي.

امریکا 'ټاکنو کې نفوذ لپاره' رسما روسیه په سایبري بریدونو تورنه کړه

اوباما: پوتین ته مې د امریکا ټاکنو کې د لاسوهنې خبرداری ورکړی و

وروسته له دې چې پر روسیې تور ولګېد چې ګواکې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې یې د ډیموکرات ګوند نوماندې هېلاري کلنټن پر ضد هک کړی، ولسشمر اوباما د روسیې پر ضد د ګام پورته کولو هوډ څرګند کړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا کې د روسیې د سفارت دیپلوماتانو ته ۷۲ ساعته وخت ورکړل شوی.

روسیې هر ډول لاس درلودل رد کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې واشنګټن ډي سي او سان فرانسسکو کې یې ۳۵ روسي دیپلوماتانو او کورنیو ته یې ۷۲ ساعته وخت ورکړی چې د امریکا له خاورې ووځي.

کېدی شي د دې کړنې په ځواب کې روسیه هم ورته عمل وکړي او د امریکا دیپلوماتان له خپلې خاورې وباسي.

یوې خبرپاڼې کې ولسمشر اوباما ویلي "ټول امریکایان دې د روسیې د عمل پر وړاندې خبر وي. "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه میاشت اوباما یوې مرکه کې وویل، موږ باید عمل وکړو.

ښاغلي اوباما پورته کړی ګام د هغو هڅو پر وړاندې چې غواړي امریکا زیانمنه کړي اړین بللی او زیاته کړې یې ده چې "ټول عمل به یې همدومره نه وي ".

د افغانستان ملي امنیت شورا ویبپاڼه هک شوې

سایبري بريدونه څومره جدي دي؟

امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال چې د روسیې له خوا د سایبري بریدونو خبرې راپورته شوې د امریکا د کورني امنیت سازمان او د استخباراتو مرکزي ادارو ویلې چې د کرملین لوړپوړي چارواکي، تقریبا په قطعي ډول په دغو سایبري بریدونو کې ښکېل دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوباما او پوتین

د امریکا دغو دواړو امنیتي ادارو ویل "د دغو ګامونو پراخوالي او حساسیت ته په کتو، باور لرو چې یواځې لوړپوړو چارواکو کولی شول د دغه ډول فعالیتو اجازه ورکړي."

هېلیري کلنټن ټاکنو کې د ماتې مسوول روسیه وبلله

دولتي انټرنېټي غله څنګه غلا کوي؟